ازادي له رب څخه د بغاوت په قیمت؟

د ازادۍ شعارونه او خبرې له ډيره پخوا د انسانانو تر منځ پورته کښته کېږي او اوس يې هم ولسونه د بېلابېلو تعریفونو له مخې پر ژبو زمزمه کوي. په مخکنیو وختونو کې د دې شعار لپاره خلکو قرباني ورکړې ده او اوس هم ځیني ولسونه په دې نامه قرباني ورکوي، چې ځیني خو یې آن د تېر ايستونکو سیاستوالو د سیاستونو او شعارونو قرباني شوي هم دي.

پوښتنه دا ده چې د اسلام مبدا د کومې ازادۍ غوښتنه کوي تر څو خپل ځان ومومو چې د کومو ازادي غوښتونکو په کټګورۍ کې راځو؟ که تېر تاریخ ته سر ورښکاره کړو لیدل کېږي چې د ازادۍ په اړه په نړۍ کې څو مطرح لیدلوري شتون لري.

په ختیځه نړۍ کې ولسونو تر سخت استبداد او ظلم لاندې ژوند کاوه. حکومتونو له ولسونو څخه د هر ډول ازادۍ حق اخیستی و. دولت د خلکو د ژوند په ټولو چارو کې بې درېغه لاس وهنه کوله. تر دې چې د خپل اولاد د واده اجازه یې هم باید له دولته اخیستې وای. دین یې د خپلې خوښې له مخې نه شو ټاکلای. په اقتصادي لحاظ هیڅ ازاد نه وو، ژوند یې د یو څو محدودو مستبدو حکمرانانو په خوښه کاوه او هيچا د دوی له خوښې پرته یو ګام هم نه شو اخستلای. لنډه دا چې د مطلقو غلامانو په څير یې ژوند درلود او هیڅ ازاد نه وو.

مګر د ختیځ برعکس په لویدیځ کې دولت ولسونو ته د ژوند په ځینو برخو کې ازادي ورکړې وه. د کورني ژوند، ټولنیزو اړیکو، او د دین په برخه کې یې تر یو بریده ازادي درلوده. د دین په چارو کې یې ازادي په وروستیو کې تر دې بریده ورسېده چې د موجوداتو د خالق له شتون څخه انکار هم عادي خبره وګرځېده. لوېدیځوالو دولت ته د رب حیثیت ورکړی و، هغه دولت چې دوی خپله پر ځان حاکم کړی و.

خو له کومه وخته چې نړی ته د اسلام سپیڅلی دین را نازل شوی له ځان سره يې د ازادۍ داسې موډل راوړی چې د ختیځ او لویدیځ له دواړو مفکورو سره سر نه خوري. اسلام انسانان د دولت او خلکو دواړو له ربوبیت څخه ازاد کړل، یوازی یې د کایناتو د خالق او ریښتني واکوال بندګۍ او ربوبیت منلو ته راوبلل. د انسانانو له ظلم، استبداد او غلامۍ څخه يې خلاص کړل، تر څو په دې ډول د انسانانو دنیوي او اخروي ژوند د الله سبحانه تعالی د اوامرو او نواهیو د مراعتولو په پایله کې له هر ډول فتنو او ستونزو څخه وژغورل شي.

زموږ اوسني چارواکي او حاکمان خپل ولسونه د رب العامین پر ځای د خپلو ځانونو او د هغوی د بادارانو غلامۍ ته رابولي. درواغجن شعارونه يې په ذهنونو کې تزريقوي او د ازادۍ په نوم د تشريفاتي کارونو او مراسمو په تر سره کولو یې د لویديځ غلامۍ ته ور ټېل وهي. په داسې حال کې چې هغوی هره ورځ زموږ د مجاهد ولس غیرت او ناموس تر پښو لاندي کوي، وژني یې، بي پته کوي یې، سوزځي یې او هغه وحشتونو ورسره کوي چې د نړۍ په تاريخ کې له کوم قوم سره نه دي شوی.

هر کله چې مسلمانانو د خپلې عقیدې پر ځای پردۍ عقیدې او شعارونو ته ځانونه تسلیم کړي، د ذلت سره مخ شوي او ژوند یې لا تریخ شوی. په دې اړه الله سبحانه تعالی فرمایي:

وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ أَعْمٰى

او څوك چي زما له ذكر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کښي تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپورته کړو.

په پایله کې ویلای شو چې د ازادۍ اوسني شعارونه د اسلام شعارونه نه دي او نه هم یو مسلمان ته ښایي چې له دې شعارونو څخه په اغېز اسلام ته شا واړوي. ځکه اسلام انسانان د بندګانو د قوانینو او افکارو څخه ازادوي او د خالق لور ته یې را بولي، تر څو ریښتني نېکمرغۍ ته ورسېږي او خپل ابدي راتلونکی تضمین کړي.

شعیب هاشمي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *