اسلامي نظام مو له اخروي جزا ژغوري

انسانان له مرګ وروسته تر قیامته پورې په برزخ کې وي. کله چې په آخرت کې د حساب او کتاب ډګر ته لاړ شي، هلته بیا هر کس له خپلو اعمالو سره سم محاسبه کېږي. که څوک نېک عمله وي، یعنې په دنیا کې یې د الله تعالی اوامر او نواهي مراعات کړي وي، هغه ته غوره بدله ورکول کېږي. خو که څوک بد عمله وي، یعنې په دنیا کې یې له الهي قوانینو څخه سرغړونه کړې وي، هغه بیا له خپلو اعمالو سره سم جزایي کېږي. مومنان د خپلو غوره اعمالو په سبب د جنت بېلابېلو طبقو ته ځي، چې هلته به خپل تلپاتې ژوند ته دوام ورکوي؛ خو بد عمله مسلمانان به بیا د خپل ناوړه عمل په اندازه په دوزخ کې وي.
کله چې ګنهکارو مسلمانانو ته په آخرت کې سبب عذاب ورکول کېږي، یو اساسي لامل یې دا ښودل شوی، چې په دنیا کې د همغې ګناه له امله نه دي جزایي شوي. یوه مجرم ته یوازې په دوو حالتونو کې دنیوي جزا نشي ورکول کېدای؛ لومړی دا چې ګنهکار کس پر خپله کړې ګناه پرده واچوي، یعنې د اسلامي دولت له حکامو څخه یې له دې وېرې پټه کړي، چې جزا ور نه کړي. دویم دا چې اسلامي دولت هېڅ نه وي، ترڅو پر مسلمانانو له ګناه وروسته جزا پلې کړي. اصل دا دی، کله چې یو مومن مسلمان په دنیا کې مجرم یا ګنهکار ثابت شي، اسلامي دولت یې د شرعي قوانینو په رڼا کې جزایي کوي؛ ترڅو اخروي عذاب ترې پورته شي، یعنې په آخرت کې بیا جزایي نشي. په دې اړه ګڼ نصوص راغلي دي؛ امام بخاري له عباده ابن صامت رضی الله تعالی عنه څخه روايتوي، چې موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په مجلس کې ناست وو او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

«… فَمَنْ وَفَّى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذٰلِكَ شَيْئا فَعُوْقِبَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةً لَهُ … » (صحیح البخاري)
ژباړه: … چا چې پر دغه بيعت وفا وکړه، اجر یې له الله سبحانه وتعالی سره دی او څوک چې له دغو ګناهونو څخه یو ترسره کړي او له امله يې په دنيا کې جزا ورکړل شي، نو دا د ده لپاره کفاره ده.

موږ وینو چې اسلامي نړۍ اوسمهال تقریبا له سلو کلونو راهیسې د اسلامي دولت له سیوري څخه بې برخې شوې ده. یعنې نه قرآن پلی کېږي او نه له اسلامي ارزښتونو څخه دفاع کېږي؛ نه د مظلوم حق ورکول کېږي او نه د ظالم مخه نیول کېږي. حتا که یو مومن مسلمان پر خپلې کړې ګناه پښېماني وښيي او د دنیوي جزا غوښتنه وکړي، ترڅو پاک او له اخروي عذابه وژغورل شي؛ خو له قرآن او سنتو څخه راټوکېدلی هغه نظام نشته، چې پر نوموړي کس دا احسان وکړي او اسلام پرې پلی کړي. ځکه دنیوي جزا د اخروي عذاب په پرتله ډېره سپکه او اسانه ده.
اسلامي امت اوسمهال له دغه لوی نعمت څخه محروم دی، چې په سبب یې بې سرپرسته، سرګردانه او په لسګونو ټوټو وېشل شوی دی. نه یې عزت په امن دی، نه شتمنۍ او نه هم خاورې. مسلمانانو خپله لار پرېښې او له لسیزو راهیسې د خپل ژوند د تنظیم په موخه د الهي نظام پر ځای پرله پسې بشري نظامونه تمرینوي. دا نظامونه نه یوازې دا چې دوی له اخروي جزا نشي ژغورلی، بلکې د دنیوي ستونزو په حل کې یې هم پاتې راغلي دي. نو همدا لامل دی، چې اسلامي امت ته نه هغه پخوانی برم او عزت ورپاتې او نه هم پر دغې خاورینه نړۍ د الهي دین د پلي کېدو توان لري. یعنې امت د دنیوي نېکمرغیو په له لاسه ورکولو سربېره له اخروي نېکمرغیو هم بې برخې شوی دی.
نو راځئ د هغه نظام د تاسیس لپاره لاس پکار شو، چې پر دنیوي عزت سربېره مو پر اخروي ویاړ او بریالتوب هم ونازوي؛ هغه نظام چې له امله یې د الهي رضایت تر څنګ د جنت له نعمتونو هم برخمن شو.

سلیمان یوسف

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

جمهوریت آلودگی ها و امراض

بربنیاد یافته های یک تحقیق انجام شده توسط وزارت صحت عامه کشور، که در ماه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *