افغانانو د څلورم ځل لپاره ډیموکراسي رد کړه

د تلې میاشتې پر شپږمه نېټه د ۱۳۹۸ یم لمریز کال د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا دغو ټاکنو ته نهه نیم میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې درې میلیونه یې ښځینه او پاتې یې نارینه وو.

د ټاکنو د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۳۷۳ ټاکنیز مرکزونه وو، چې په ۴۷۳۰ ټاکنیزو مرکزونو کې ټاکنې وشوې او پاتې نور یې د امنیتي ګواښونو له امله تړلي وو. په یادو ټاکنو کې د خلکو ګډون د تېرو درېیو پړاونو ټاکنو په پرتله خورا ګمرنګه و او ډېرو کمو کسانو برخه پکې واخیسته.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې له اتلسو کلونو وروسته ولې افغانانو یو ځل بیا ډیموکراسۍ ته نه وویل؟

افغانان عقیدوي خلک دي. تر هغه چې یو څه د عقیدي پر بنسټ ونه مني، باور نه ورباندې کوي. د ټاکنو کمېسیون، افغان سیاستوال او حکومتي چارواکي د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون امنیتي ګواښونه، پر ټاکنیزو کمېسیونو او د ولسمشرۍ پر نوماندانو د خلکو بې باوري یادوي.

دا سمه ده چې امنیتي ګواښونه، پر ټاکنیزو کمېسیونونو او د جمهوري ریاست پر نوماندانو د خلکو بې باوري ډېره شوې او خلک له دغو ستونزو سره مخ دي، خو دا هر د یادې کمرنګۍ یوه وړه برخه ده او اساسي خبره دا ده چې افغانان ډیموکراټیک نظام نه غواړي او باور نه ورباندې کوي. دوی پر دې ښه پوهېږي چې دغه چټل نظام په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانانو ستونزې حل نه، بلکې له داسې اقتصادي، امنیتي او نورو ستونزو سره یې مخ کړل چې لاهم افغانان خپلو کې سره وژني او ګټه یې پردیو هېوادونو ته رسېږي.

دغه بشري نظامونه، چې د بشر له خوا جوړ شوي، دانسانانو ستونزې نه شي حلولی. نه یوازې افغانستان، بلکې په نورو هېوادونو کې هم خلکو پر بشري نظامونو بشپړ باور له لاسه ورکړی دی. که چېرته افغانانو پر یادو بشري نظامونو، د ټاکنو پر کمېسیون او د ولسمشرۍ په نوماندانو باور درلودی، له ټولو امنیتي ګواښونو سره راوتل او په ټاکنو کې یې ګډون کاوه، خو دا خبره ټولو ته روښانه ده چې که یو ځل بیا د ډیموکراټیک نظام پر بنسټ حکومت جوړ شي، د افغانانو په اقتصادي، امنیتي او ټولنیز حالت کې مثبت بدلون راتلل ناشوني دي. بیا به هم د افغانانو وینه تویږي، له لوږې به مري او له اقتصادي او سختو امنیتي ننګونو سره به مخ وي.

د یادو ټاکنو پایلې به بیاهم له درغلیو ډکې وي او هېڅ لوري ته به د منلو نه وي. پر افغانانو به بیا داسې څو سری حکومت ور وتپل شي چې پخپل منځیو شخړو به بوخت وي او د امریکا په مشرۍ ناټو او نور ښکېل هېوادونه د همداسې حالت دوام غواړي او په همداسې حالت کې خپلې ګټې په ښه ډول خوندي کولی او ترلاسه کولی شي.

افغانانو ته په تېرو ۱۸ کلونو کې ثابته شوه چې د ولسمشرۍ نوماندان، ټاکنیز کمېسیونونه او نورې اړوندې اداري دوی ته دوکه ورکوي او حکومت ته تر رسېدو وروسته یې غږ نه اورېدل کېږي. د ډیموکراټیکو نظامونو د پلي کېدو لپاره په افغانستان کې پراخه کمپاینونه کېږي او په دې اړه خلک روزل کېږي، چې څرنګه دغه نظام واکمن کړي او خلک باور ورباندې وکړي.

له کابو دوو لسیزو تېرېدو وروسته بیا هم افغانان له یادو چټلو نظامونو څخه سخت ستړي شوي او پر هر څه یې باور له لاسه ورکړی دی. نو په ټولیز ډول دا ویل شو چې له نهه نیم میلیون کسانو په ټاکنو کې د کابو دوه میلیونه ګډونوالو شونتیا شته، چې دغه شمېر بشپړ نه دی او پراخه درغلۍ پکې شوې دي. زموږ په هېواد کې داسې حالت د ډیموکراټیک نظام یا د بشر په لاس جوړ شوي نظام بشپړه ماتې ښيي او دا واضح کوي چې یاد نظام ته تر پراخه کمپاین وروسته بیاهم افغانانو نه وویل او رد یې کړ.

بهیر ویاړ

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

داسې قوم چې یوازې ژوندي پاتېدل غواړي!

په افغانستان کې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه د بي بي سي يوې …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *