افغانستان د سپټمبر له ۱۱مې تر دامهاله

د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر ۱۱مه د القاعده ډلې یو شمېر غړو د امریکا د «یونایټیډ او امریکن» هوایي شرکتونو الوتکې برمته کړې او د امریکا د نیویارک او واشنګټن په ښارونو کې یې لوړ برجونه په نښه کړل. په دغو بریدونو کې کابو ۳۰۰۰ زره کسان ووژل شول او په زرګونه نور ټپیان شول.

د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته د اسامه بن لادین په شمول یو شمېر نور عرب وګړي په افغانستان کې اوسېدل او د طالبانو له اسلامي امارت او نورو شته اسلامي ډلو سره یې مالي او نظامي مرستې کولې. د سپټمبر د پېښې تر پېښېدو وروسته د امریکا د وخت ولسمشر «جورج ډبلیوبوش» د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اسامه بن لادین په شمول د القاعده ډلې ټول غړي دوی ته وسپاري، خو د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت یې له ورسپارلو ډډه وکړه.

بیا هغه و چې امریکا پر افغانستان برید وکړ.کابو ۱۵۰ زره سرتیري یې افغانستان ته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په پلمه راولېږل. اوس اساسي پوښتنې دا دي:

ایا په تېرو ۱۸ کلونو کې په رښتیا په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې د امریکا مبارزه بریالۍ وه؟ امریکا رښتیا هم په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړه او که یې په دغه هېواد کې د تروریزم او بېلابېلو ترهګرو ډلو رامنځته کېدو هڅې وکړې؟

افغانستان له سیاسي، اقتصادي، نظامي او امنیتي پلوه څومره پرمختګ وکړه او د افغانانو  په اقتصادي حالت کې کوم بدلون راغلی که نه؟

د دغو پوښتنو ځوابونه په دې ډول دي:

امریکا په ښکاره افغانستان ته د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په نوم راغله، خو په تېرو ۱۸ کلونو کې نه یوازې دا چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا مبارزه بریالۍ نه وه، بلکې د امریکایي نظامیانو په وینا اوس هم په افغانستان کې ۲۰ تروریستي ډلې فعالیت کوی. دا په دې مانا چې ترهګري کمه نه، بلکې اوج ته ورسېده او امریکا تر ډېره د دغو تروریستي ډلو په رامنځته کېدو او ملاتړ کې ونډه درلوده.

اوس هم د افغانستان په روانه جګړه کې په زرګونه طالبان، افغان سرتیري او ملکي وګړي وژل کېږي او په ټولیز ډول د روانې جګړې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

په افغانستان کې د ۱۸ کلن ډیموکراټیک نظام په شتون کې درې ځله ډیموکراټیکې ټاکنې ترسره شوې، خو بیاهم په ټاکنو کمېسیون هېڅوک باور نه لري او هر ځل پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وي.

په تېرو ۱۸ کلونو کې اداري فساد اوج ته ورسېد او افغانستان په اداري فساد کې دویم، درېیم او څلورم مقامونه خپل کړي دي. امنیت تر دې کچې خراب شوی چې د اوسني ولسمشر اشرف غني په پنځه کلنه واکمنۍ کې د اشرف غني له قوله ۴۵۰۰۰ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په همدې کچه او تر دې ډېر وسله وال طالبان هم وژل شوي او ملکي وګړو ته هم پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده. تر ۲۰ ډېر تروریستي ډلې پیدا شوې او که یوه ډله سوله کوي، بله یې ځای نیسي.

امریکا په افغانستان کې په میلیاردونه ډالر ولګول. د بي بي سي د نوي راپور له مخې، امریکا تر دې مهاله ۷۶۰ میلیارده ډالر پوځي لګښت کړی او دا هر څه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم لګول شوې دي. خو بیاهم ترهګري ختمه شوې نه ده، بلکې لاهم ډېره او پراخه شوې ده.

له اقتصادي پلوه افغانستان له دومره ناوړه حالت سره مخ دی چې همدا اوس تر نیمایي ډېر افغانان بېکاره دي او تر ۶۰ سلنې ډېر یې د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي. یعنې له اقتصادي پلوه د افغانانو په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

له دغو ټولو داسې معلومېږي چې په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلن شتون بشپړ ناکام او امریکا چې په کومه پلمه افغانستان ته راغله، هغه یوازې افغان وژنه، د افغانستان اشغال او نړۍ ته د خپل زور ښودل وو. په ټولیز ډول دا ویلی شو چې د سپټمبر ۱۱مه د افغانستان، عراق او سوریې د اشغال لپاره د امریکا یوه پلمه وه او د افغانستان تر اشغال درې کاله وروسته امریکا د عراق په نیولو او هلته د زرګونه مسلمانانو په وژلو، ترور او بندخونو ته په اچولو بریالۍ شوه.

اوس که تېرو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا شتون ته وګورو، دې پایلې ته رسېږو، چې په دغه هېواد کې د امریکا شتون او مبارزه په بشپړه ډول ناکام وه او یوازې دومره چې په زرګونه افغانان په پردۍ جګړه کې ووژل شول.

نور باید افغانان راوېښ شي او په افغانستان کې د امریکا د شتون پر وړاندې کلکه مبارزه وکړ. ترڅو چې امریکا په افغانستان کې وي، هېڅ وخت امن، سوله او سوکالي نه شي راتلی. ځکه د افغانستان په روانه جګړه کې د امریکا ستراتیژيکي ګټې خوندي دي.

لیکنه: بهیر «ویاړ»

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

هغه ډال چې امت ترې بې برخې دی

خلافت، اسلامي دولت او اسلامي نظام د اسلام د دولتدارۍ د نظام نومونه دي. اسلامي …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *