امريکا اخلاقي فساد اندېښمنه کړې، که يې پر وړاندې شته احساسات مړاوي کوي؟!

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه د ۲۰۲۰ زکال په کلني راپور کې ويلي، افغان امنيتي ځواکونو له کم عمره ماشومانو څخه د بچه بازۍ لپاره کار اخلي. افغان حکومت د دې کار د مخنيوي لپاره هغسې چې لازمه وه، هڅه نه ده کړې. بچه بازي، جنسي ځورونې، فحشا او اخلاقي فساد يوازې تر امنيتي ځواکونو پورې ځانګړی نه دی. د دې پدیدې لمن ان تر ارګ او وزارتونو پورې غځېدلې ده.

جنسي غريزه هغه پديده ده، چې د انسانانو تر څنګ په حيواناتو کې هم په فطري ډول شتون لري. اسلام دا ستونزه د واده له لارې حل کړې او بنسټيزه موخه ورڅخه د انساني نسل بقا ده. که انسانان خپلې جنسي غوښتنې له همدې شريعي طریقې سره سمې پوره نه کړي، بيا د ورکړي الهي فطرت برعکس د حيواناتو  په څېر د خپلې جنسي غريزې د اشباع په موخه بچه بازۍ، زنکه بازۍ، لواطت، زنا او نورو ناروا لارو ته مخه کوي.

د جنسي غريزې تحرک د لوږې په څېر نه دی، چې د انسان د بدن له د ننه تحريکېږي. بې ستري، د بربنډو فلمونه کتل، فاحش ناولونه، د مينې فاحش داستانونه او د عاشقۍ کيسې هغه څه دي چې جنسي غريزه پاروي. پر داسې مهال انسان تر هغو د نا ارامۍ احساس کوي، تر څو چې يې جنسي غوښتنه نه وي پوره شوې.

اوس واده کول په يو لویه ټولنيزه ننګونه بدله شوې، ښځې د سوداګريزو توکو په څېر په لوړه بيه پلورل کېږي، وروسته بيا د ځان لوی ښودلو په موخه بې ځایه دودونه او ملا ماتوونکي لګښتونه هغه څه دي چې واده کول يې نور هم سخت کړي.  يو ځوان چې د ګډ ژوند یوه اړتيا يې ښځه ده، کلونه کلونه دې ته انتظار باسي، تر څو د ولور او واده د مراسمو پيسې پيدا کړي. ښځه هم اړتيا لري چې خاوند ولري، خو اوږده موده دې ته په تمه وي چې خاوند يې ولور او د شانداره مراسمو لګښتونه پیدا کړي.

د نر او ښځې کورنۍ د خپلو نفسي غوښتنو د پوره کولو او هوس لپاره ودونه ځنډوي. يو ځوان نارينه او يوه ځوانه پېغله په کلونو کلونو په فتنه کې اچوي. پايله يې دا وي، چې ځوانان او پېغلې لواطت او زنا کولو ته مخه کوي. له بله اړخه انټرنېټي بربنډ سايټونه، مجلې، بې ستري، د ښځو او نارینه وو غیر شرعي اختلاط، فاحش فلمونه او سريالونه خپرېدل هغه لاملونه دي چې جنسي غريزه پاروي او د فحشا ناوړه کړنې ته لاره پرانيزي.

د امريکا او ملاتړو هېوادونو فرهنګي بنسټونو د پروموټ او دې ته ورته پروژې پلې کوي، تر څو ښځې له نارينه وو سره يوځای اوږه په اوږه کار وکړي. د فحشا هره فضا د امريکا د دولت او د دوی د ملاتړو بنسټونو په مالي همکارۍ جوړېږي. دلته انسان مشوش شي، چې امريکا په افغانستان کې له یوې خوا د يوې منظمې برنامې له لارې په لوی لاس فحشا ته لمن وهي او له بل لوري د دا ډول پېښو په اړه د اندېښنو څرګندونه کوي. دا ډول پېښې څه نوې موضوع نه ده، د امريکا له ښکېلاک سره سم يې هر کال ګراف مخ په وړاندې درومي.

امريکا د دا ډول پېښو د راپورونو په رسنيز کولو سره پر افغان دولت د فشار د يوې الې په توګه استفاده کوي يا دا ډول راپورونه د ځينو نورو پېښو سره هممهاله خپريږي، تر څو عامه افکارو ته يو ځانګړی مسير وټاکي، خو اساسي موخه ورڅخه د افغانانو د فحشا ضد احساسات مړه کول دي، تر څو دا چاره په افغاني ټولنه کې عادي وګڼل شي.

مدثر خپلواک

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

فکري انحطاط د غرب د نرمې جګړې محصول

مسلمانان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او ټکنالوژيکي اړخونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *