امکانات د هوساينې نه، بلکې د ابتلاء وسايل دي!

الله سبحانه تعالی د ابتلاء له لارې غواړي چې د انسان اصليت خپله ده او نورو ته څرګند کړي. د انسان ټول ژوند ابتلاء او امتحان دی او د دنيوي ژوند په امتحان کې له بريا يا ناکامۍ په پايله کې انسان له دوو حتمي پايلو سره مخ کېږي، چې يا به د ده لپاره ابدي جنت وي يا هم دوزخ.

الله سبحانه تعالی په قران کریم کې فرمایي:

فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِٕ  (الفجر:۱۵-۱۶)

د انسان حالت داسې دی، چې کله یې رب په ابتلا کې واچوي، عزت او نعمت ورته ورکړي، نو وایي: زما رب زه د عزت خاوند کړم. او که یې په ابتلا کې واچوي او رزق یې پرې تنګ کړي، نو وایي: زما رب زه ذلیل کړم.

الله سبحانه تعالی په دې دنيا کې انسانان د ابتلا په موخه پيدا کړي دي. په ټولنه کې ځانګړي حالتونه لکه د نژدې دوستانو مړينه، ټکر، زلزله، طوفان، لوی او واړه مالي زيانونه او نور ورته منفي حوادث ابتلاء ګڼل کېږي چې دا له ژوند څخه يو نيمګړی لید دی. په حقيقت کې څښتن تعالی د ژوند په هره شېبه او حالت کې انسانان ابتلا کوي. د حوادثو په څېر د ژوند امکانات هم د الله سبحانه تعالی د ابتلاء یا ازمايښت وسايل دي چې انسانان پرې ازمايل کيږي.

د پانګوالۍ مفکورې د ژوند هدف له هر څه څخه خوند اخيستل او له مادي امکاناتو څخه اعظمي ګټه لاسته راوړل تعریف کړی دی؛ دا د دې لامل شوی چې مسلمانان هم لکه لوېديځوال يوازې د مادي امکاناتو را ټولول د ژوند هدف وټاکي.

په حقيقت کې د ژوند امکانات د الله سبحانه تعالی نعمتونه دي، چې انسانانو ته د ازمايښت په موخه ورکول کېږي. د یو انسان لپاره ښایي چې له ژوند څخه صحیح دید ولري او د ژوند له ټولو امکاناتو څخه د خير په لار کې ګټه واخلي.

د امکاناتو زیاتېدل یا کمېدل باید د دې لامل نه شي چې موږ له ژوند څخه اصلي موخه چې د الله سبحانه تعالی له لورې ابتلا ده، هېره کړو او هغه څه له ژوند څخه خپله موخه وټاکو چې حاکمه فضا یې غواړي.

په اوس وخت کې حاکمه فضا د پانګوالۍ ده او د دې فضا څخه د اغېزمنو خلکو ټول غم دا وي چې څه رنګه امکانات په لاس راوړي او د ځان هوسا کولو او خوښ ساتلو په موخه یې وکاروي چې دا دید د اسلام له نظره یو ناسم دید دی. ځکه په داسې حالت کې بیا یو انسان د دې په اړه فکر نه کوي چې لاس ته راغلي امکانات حلال دي که حرام، زما د آخرت سره مرسته کوي که نه، زه پرې الله سبحانه تعالی راضي کولای شم که نه، په دې امکاناتو سره زما یو چا ته خیر رسېږي که نه؟ ټول تمرکز یې د مال پر راټولو وي چې دا د یو انسان د ابدي راتلونکي لپاره خطرناکه ده. انسان د الله سبحانه تعالی پر وړاندې بې ځوابه کېږي او د الله سبحانه تعالی د قهر څخه یې نه شي ژغورلای.

الله سبحانه تعالی د دې ډول انسانانو په اړه فرمایي:

الَّذِى جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُۥ- يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُۥ أَخْلَدَهُۥ -كَلَّا لَيُنبَذَنَّ فِى الْحُطَمَةِ

هغه چا چې مال یې جمع کړی دى او په شمار شمېرلو یې ايښى دى؛ هغه انګېري چې مال به يې ورته تل پاتى ژوند ورکړي. هیڅكله داسي نه ده، هغه به په ماتوونكي، سوځونکي ځای کي وغورځول شي.

مدثر خپلواک

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

ځمکه د استوګنې وړ سیارو له نوملړه وځي

نړۍ ته د بشر له راتګ راهیسي انسانانو د وسایلو او تکنالوژۍ له پلوه دومره …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *