انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). پوښتنه دا ده چې انسانیت څه  ډول یو مذهب دی؟ د چا لخوا را منځ ته شوی؟ کوم ابعاد لري؟ بل دا چې د دې مفکورې (انسانیت) د پلي کېدو تضمین د چا پر غاړه دی؟ په لاندي کرښو کې لنډ بحث پرې کوو.

ډېر ځله ځيني مفاهيم په خورا خوږو جملو کې د غرب لخوا اسلامي امت ته تزریق کېږي، چې په ښکاره ښه مانا ورکوي خو تر شا یې له دغې لارې یو زهرجن فکر امت ته انتقاليږي، چې یو له هغو څخه یې همدا  (Humanity is big religion) یعني انسانیت ستر مذهب دی.

د انسانیت مذهب مفکوره په (۱۶۴۸ز) کال کې د کلیسا د استبداد په عکس العمل کې را منځته شوه. له کلیسا څخه د ډېرو کسانو سرکښي د دې سبب شوه چې د خلکو په مذهبي اړخ کې تشه رامنځته شي. چې وروسته د دغه تشې د ډکولو له پاره یوه حللاره د طبيعي دین یعنې انساني مذهب په نامه را وټوکېد.

په داسي حال کې چې دغه انساني مذهب تر اوسه هيچا نه دی پېژندلی او اصلا په مشخص ډول تعريف شوی نه دی چې څه ډول مذهب دی؟ کوم اصول لري؟ څه ډول پرې عمل وشي؟ او د ژوند چارې پرې څنګه تنظيم شي؟

آیا همدا انسانیت دی چې نر له نر یا ښځه له ښځې سره په عام ډول واده کوي؟ که هغه انسانیت دی چې لوڅ بدن په بازارونو کې ګرځي؟ آیا دا انسانیت دی چې مور پر کوچنۍ اشتباه تحقیریږي؟ او که دا انسانیت دی چې تر اولادونو ورته کورنی سپی ارزښت لري؟

دغه انسانیت هیڅ واحد تعریف نه لري چې خلک ورباندې عمل وکړي او نه هم تر شا یو مادي یا معنوي قوه لري چې د نه پلي کولو په صورت کې مکافات او مجازات ورکړي.

له دې هر څه سره – سره بیا هم د انسانیت د مذهب په نامه کوښښ کېږي چې د اسلام او کفر تر منځ عقيدوي اختلاف له منځه یوسي. په هر څه کې باید عقیده شاته شي او انسانیت ته اولویت ورکړل شي. دوی هڅه کوي چې د خلکو پر خپلو عقایدو باور او ژمنتیا کمه کړي او دغه تګلاره د یو بديل په توګه وړاندې کړي.

په داسي حال کې چې پرته له اسلام څخه اصلا انسانیت شتون نه لري او که څوک واقعي انسانيت پالي باید اسلام ومني. ځکه اسلام دی چې انسانانو ته د مال، ځان او ناموس د خوندېتوب روحیه ورکوي. اسلام دی چې د مشرانو احترام، پر کشرانو شفقت او پر حیوانانو ترحم ته خلک را بولي. اسلام دی چې خلک هڅوي تر څو خپل مال له نورو سره شریک کړي او صدقه وکړي. دا انسانيت چې څه ځان ته خوښوې باید نورو ته يې هم خوښ کړې او څه چې ځان ته نه خوښوې باید نورو ته يې هم خوښ نه کړې چا را ښودلی دی؟ دا انسانیت چې د مور او پلار تر پښو لاندي ستاسو بریا ده موږ ته چا ښودلی دی؟ د یتیم پر سر د شفقت لاس تېرول د کوم مذهب اصل دی؟

الله سبحانه و تعالی فرمایي چې تاسو باید خلک غوره کارونو ته را وبولئ او له بدو یې منعه کړئ، په دې مانا چې اسلام تر ټولو غوره تګلاره ده او مسلمانان تر ټولو غوره انسانان دي.

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ﴾ [العمران:۱۰۴]

 په تاسو کې باید داسي خلک وي چې د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منعه کړي.

نو، ویلای شو چې د «انسانیت ستر مذهب دی»  مفکوره هم د نورو نیمګړو بشري مفکورو په څېر د انسانانو ستونزه نه شي حل کولای. یوازې اسلام دی چې انسانیت ته په تر ټولو ستر ارزښت قایل دی او د انساني کرامت ژغورل یې د اسلامي عقیدې او نظام په رڼا کې تضمين کړي دي.

هارون

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

وروستيو ټولټاکنو وښوده چې افغانان جمهوریت نه غواړي

افغانستان ته جمهوريت اتلس کاله وړاندې د امریکایي هاموې او بي ۵۲ الوتکې په زور …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *