ايا ملت پالنه زمونږ ارزښت دی؟

د مسلمانانو له فکري او سياسي انحطاط وروسته لوېدیځ په دې وتوانېد چې واحده اسلامي خاوره په لسګونو هیوادونو ووېشي. دا لړۍ لا هم ادامه لري، تر څو امت نور هم د بېلوالي او نفاق کندې ته وغورځوي او له دې لارې خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
لوېدیځوال نه یوازې په خورا همږغۍ دې کار ته دوام ورکوي، بلکې د دې وېشل شویو جغرافیو د وګړو لپاره پر خپل هیواد باندې د مینېدو شعارونه هم عاموي. په وګړو کې یې له خپلو ګاونډيانو سره د نفرت تخم شېندي. د دې چارې لپاره یې له مختلفو لارو چارو کار اخیستی.
له بده مرغه چې په امت کې د وطن پالنې فکر او احساساتو په خورا چټکۍ وده وکړه. غرب کوښښ کوي چې د وطن پالنې او نېشنلیزم څخه د اسلامي امت تر منځ خپلمنځي کرکې او دوښمنۍ د ايجاد او پياوړتيا په برخه کې د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کړي چې تر ډېره بريده په خپله دې موخه کې بريالی هم دی.
زمونږ د ټولنې یوه ډيره کمه برخه وګړي د کمونیزم د ايډيولوژۍ پاتې شونې دي چې وطن پالنه د یادې مبدا له مخې تعقیبوي. دوی که څه هم ريښتينې هېواپال دي، خو وېره او ګيله ترې ځکه نه ده په کار چې دوی په کمونستي عقيده باور لري او د خپلې دې کړنې لپاره اسلامي توجيهات نه وړاندې کوي.
خو لوی اکثریت که څه هم د وطن پالنې شعار خورا په خوږو او پستو الفاظو تکراروي، همېش وايي چې هېواد تر هر څه مهم دی او لومړيتوب لري، وطن د مور په څېر دی، وطن سپېڅلی دی… دا ډله د غرب له لوري د اسلامي خاورې پر مخ د جوړو شوو هیوادونو تر منځ د دښمنۍ اچونې له شوم نیت څخه ناخبره او له دغو شعارونو څخه په اغېزمنېدو تر ډیره وچ شعار ورکوي. د هېواد پالنې روحيه يې له ګاونډيانو سره د الفاظو تر کچې په دښمنۍ کې رالنډيږي. خو د ورځني ژوند، دندې او شخصي ګټو پر وخت یې وطن په یاد هم نه وي، بې درېغه فساد کوي، میلیونونه پیسې د وطن سره په خیانت کې په لاس راوړي، د هېواد ګټې ورته تر خپلو ګټو بې ارزښته وي؛ مګر پر خپلو لباسونو د وطن د بیرغ لوګو نښلوي او د خبرو اترو لویه برخه یې د وطن پالنې پر وچو شعارونو متمرکزه وي. دا ډله خلک که څه هم په عملي ډګر کې ريښتينې وطنپال نه دي، مګر خطر يې تر کمونيستانو ځکه ډېر دی چې دوی ځانونه مسلمانان بولي، خو بيا هم هېواد پالنه او ملت پالنه صحيح فکر بولي او انګيري چې ګوندې دا يو اسلامي ارزښت دی.
هغه خلک چې په اسلام پوهيږي، اسلام ورته لومړیتوب لري او اسلامي اړېکې ته پر نورو ټولو اړېکو غوره والی ورکوي، هغوی نه په د هېواد پالنې فکر په سر کې لري، نه وطني احساسات لري او نه ورته دا خبرې ارزښت لري. خو په عملي ډګر کې د خپل مکليفت په حيث تر نورو ډېر خپلو خلکو او هېوادوالو ته د خير رسولو هڅه کوي، پر خپله خاوره تر نورو ډېر خپه کيږي، له خپلې خاورې او خلکو سره خيانت نه کوي، په دې خواشينې وي چې خاوره يې اشغالګرو نيولې ده او د هېوادوالو پر مظلوميت هم تر هر چا ډېر زوريږي. دا په دې خاطر نه چې ګوندې دوی ريښتيني هېواد پال دي، بلکې په دې خاطر چې دوی اسلام سهي درک کړی او له خپلو خلکو او خاورې سره تړاو او د خير غوښتنه يې هم د شرعي مکلفيت له مخې ده، نه د پرديو افکارو څخه د اغېزمنېدو له مخې. دوی ټول اسلامي هېوادونه خپله خاوره او خپل وطن بولي او ټولو مسلمانانو ته د خپلو ورونو په سترګه ګوري. له ټولو مسلمانانو سره همدردي لري، په خوښۍ يې خوښ او په مظلوميت يې کړيږي.
دا هغه دريځ دی چې سرچينه له اسلامي عقيدې څخه اخلي. که ټول مسلمانان د هېواد پالنې پر ځای د اسلام پالنې فکر او احساسات ولري او د يوې محدودې او د نورو په واسطه نقشه شوې جغرافيې پر ځای ټوله اسلامي خاوره خپل هېواد وبولي، هم به يې د الله سبحانه و تعالی رضا حاصله کړي وي او هم به په دنيا کې د نېکمرغۍ او سر لوړۍ ژوند وکړي.


شعیب هاشمي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د استعمار تر سیوري لاندې خپلواکي

د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې د عثماني خلافت له کمزوره کېدلو سره سم ځواکمنو …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *