ایا په ژوند کې نېکمرغۍ ته رسېدل شوني دي؟

نړۍ کې د پانګوالي عقیدې په خپرېدو سره ډېری خلکو د ژوند موخه نیکمرغۍ ته رسیدل ټاکلې او ټول ژوند د هوساينې په موندلو پسې ستړي دي. ډیر خلک په شعوري ډول خپل دغه حالت ته نه دي متوجه، خو د دوی له کړنو جوتیږي چې خپل ژوند يې نېمکرغۍ ته رسیدلو لپاره وقف کړی دی. نېکمرغي هم هغه چې حاکمې پانګوالي فضا تعرېف کړې ده، يعنې د ژوند لپاره غوره او ډېر مادي امکانات تر لاسه کول، لکه ښه کور، ډېری پيسې، ښه کاروبار، شهرت، لوړ موقف… .
که همدا خلک؛ چې په دې پناه کېدونکو څیزونو پسې منډې وهي وږغوو، یا هغه خلک وپوښتو چې همدا څیزونه يې تر یو بریده تر لاسه کړي، اعتراف به وکړي چې هغه نیکمرغۍ او خوندونو ته نه دي رسېدلي چې په خيال او ذهن کې يې انځوروله.
په مادياتو مړښت انسان لا وږی کوي. که د ژوند هدف دنيوي نېکمرغي او مادي امکانات وټاکل شي، نو انسان هيڅکله په لاس کې شته امکاناتو باندې بسنه نه کوي او همېش انګېرې چې ګوندي نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره لا ډېرو امکاناتو ته اړتيا ده. ټول ژوند په خوندونو پسې له منډو وهلو وروسته مړ شي او خپله ټوله دنيا نورو ته پرېږدي.
الله سبحانه تعالی د انسان خالق او هغه يې د نیمګړتیاوو او غوښتنونو په اړه تر هر چا ښه خبر دی. انسان ته يې د هغه د ژوند موخه ټاکلې ده چې د دغې موخې په تعقيب کې ريښتينې نېکمرغي نغښتې ده. که انسان هغه موخه چې الله ورښودلې « ژوند ته د امتحان په سترګه کتل او په ژوند کې د الله رضا لاسته راوړل» پریږدي، په خپله خوښه ځان ته موخه وټاکي او په هغه نېکمرغۍ پسې وځغلي چې ځان ته يې انځور کړې، نو په ډول – ډول رواني ستونزو له اخته کېدو وروسته به ورته ژوند او دنيا تر بل هر څه کرکجن وي او د مرګ لارې چارې به لټوي.
لویدیځ د مسلمانانو په ګډون بشريت ته د ژوند موخه ګټه او نیکمرغې ورپيژندلي ده. هغوی يې په داسې څیز پسې لا لهانده کړي چې لومړی خو يې تر لاسه کول ناشوني دي، او که کم شمېر خلک يې تر لاسه هم کړي، وروسته پوهيږي چې دا هغه څه نه و چې مونږ يې تصور کاوه.
د نوو څیړنو پايلې هم ثابتوي چې انسان هیڅکله سل سلنه نیکمرغۍ ته نه شي رسیدلای! اوس زموږ خوښه ده چې خپل ژوند کومې نېکمرغۍ ته وقف کړو؟ د الله د رضا په تر لاسه کولو کې ريښتينې او پای ته نه رسېدونکې نېکمرغي او که بې خونده، ناشونې او درواغجنه دنيوي نېکمرغي.!


احمد یاسر

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د استعمار تر سیوري لاندې خپلواکي

د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې د عثماني خلافت له کمزوره کېدلو سره سم ځواکمنو …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *