ایا کېدونکې سوله د جګړې پای دی؟

په تېره څلوېښت کلنه دوره کې د افغانستان د مسلمان ولس ډېر څه د جګړې په اور کې وسوځېدل. يو ځل یې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په نهه کلن ښکېلاک کې هر څه له لاسه ورکړل، بيا د خپلمنځي جګړو له امله له درنو زیانونو سره مخ شول. ورپسې د ۱۱ سپتمبر وروسته يې د امريکايي ښکېلاک کړۍ غاړې ته ولوېده او تر اوسه ور څخه کړېږي. په دې ترڅ کې د سولې خبرو له تودېدو سره سم د افغان ولس د هيلو غوټۍ په غوړېدو شوې، ولس ځکه ورته خوښ دی چې د جګړې دروند پېټی ور د غاړې دی.
اوس پوښتنه داده چې ايا په رښتيا هم د هغې سولې لپاره هڅې کېږي چې افغانان يې غواړي يا دا چې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانې سولې خبرې د څلوېښت کلن جنګ د پای مانا لري؟
امريکا یو پانګوال دولت دی او تل امریکایي ولس د خپلو شخصې ګټو پر محور راڅرخوي. د امريکا د دولت په کورنیو او بهرنیو پاليسیو کې د لويو پانګوالو ګټې نغښتي دي. دولتي چارواکي يا خپله پانګوال دي او یا داسې کسان دي چې د پانګوالو لخوا یې ملاتړ کېږي.
په اوسنۍ نړۍ کې امريکا يو پياوړۍ ځواک دی او چيري چې یې ښکېلاکي ګټې وي هلته لاس وهنه کوي، خو د لاس وهنې وړاندې لومړی د عامه رایي خپلولو لپاره امريکايي ولس ته خیالي دښمن پيدا کوي. دا دښمن دومره پياوړی او خطرناک معرفي کوي، ترڅو د خپل ولس په زړونو کې ډار واچوي. په دې سره امريکايي وګړي چمتو کوي، چې د دښمن د ځپلو په موخه د جګړو ملا ماتونکي لګښتونو په ځان ومني. د ۲۰۰۱ م د سپتمبر يولسمې پېښه او د افغانستان او عراق اشغال یې څرګندې نښې دي.
د امريکا بل خیالي دښمن د اسلامي دولت (خلافت) بدنامونکی داعش دی، چې امريکا ورته تبليغات کوي او د ځان او نړۍ لپاره يې خطرناکه بولي. د امريکا يو استخباراتي چارواکي سي ان ان سره په مرکه کې ويلي چې «هغوی (داعش) نږدې دي چې له افغانستان څخه پر امریکا د مستقیم برید ظرفیت پیدا کړي.» له دې څخه وړاندې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ويلي و: «په افغانستان کې د داعش ډله په یو لوی ګواښ بدله شوې چې پر امریکا د مستقیمو بریدونو وړتیا لري او دغه ډله په فعاله توګه د خپلو غړیو ټولنیزې رسنۍ په امریکا کې د اړیکو پیدا کولو لپاره کاروي.»
که څه هم په دې وروستيو کې د داعش ډلې په سوريه او عراق کې خپل تر کنټرول لاندې سيمې له لاسه ورکړي، خو جوزف ووټل ويلي: هغه وخت لا ډېر لیري دی چې د داعش پر ضد جګړه پای ته ورسول شي. د قطر د خبرو په ترڅ کې داسې ويل کېدل، چې ښايي امريکايي ولسمشر په ناڅاپي ډول د افغانستان څخه د پام وړ امريکا ځواکونه وباسي، خو د جمهور رييس مرستيال مايک پينس دا راپورونه رد کړل او د فاکس نيوز شبکې سره په خبرو کې يې وويل، په افغانستان کې د امریکا جنګي کړنلاره نه ده بدله شوې او د داعش د ډلې او القاعده پر ضد جگړه به دوام وکړي.
امريکا هر وخت داعش د يوې امريکايي ضد ډلې په توګه معرفي کوي، خو حقيقت بل څه دی. امريکا تل د داعش د فعاليتونو په اړه تبليغات کوي او عامه فضا ورته جوړوي، آن داسې راپورونه شته چې غړي يې له يوه ځای څخه بل ځای ته لېږدوي او د خپل ښکېلاک لپاره د يوې وسيلې په توګه کار ترې اخلي. کله چې د افغانستان په شمال کې د داعش غړي د طالبانو سره په يوه نښته کې کلابند شول د امريکايي چورلکو په وسيله د نښتې له ډګر څخه کابل ته ولېږدول شول.
د طالبانو سره د سولې وروسته حالت هم ګونګ دی. څه موده وړاندې امريکا او افغان دولت دا غږ بدرګه کاوه، چې په افغانستان کې تر شلو زياتې وسلوالې ترهګرې ډلې فعالې دي. د ممکنه سولې وروسته د هغوی برخليک لا هم نه دی معلوم، خو ډېره شونتیا شته چې امريکا به په سيمه کې د داعش په نامه يا په بل کوم بل نامه د جګړې نوی پړاو پرانيزي. داسې ښکاري هغه سوله چې له جګړې څخه ستړی ولس يې تمه لري د امريکا له سيمه ييزو موخه سره په ټکر کې ده.

مدثر خپلواک

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

ځمکه د استوګنې وړ سیارو له نوملړه وځي

نړۍ ته د بشر له راتګ راهیسي انسانانو د وسایلو او تکنالوژۍ له پلوه دومره …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *