!تر ټولو ناوړه لږ ناوړه ښه دی؛ مګر دا سریال تر کله؟

له اندونيزيا تر مراکشه؛ له چيچنيا څخه تر يمن او د نږدې ټولې اسلامي نړۍ اوسېدونکي له هره اړخه په ناوړه حالت کې راګير دي. په ځانګړې توګه د افغانستان، سوريې، يمن، عراق، ليبيا، برما، کشمير او ختیځ ترکستان مسلمانان. په اصل کې دا ټول يو امت دی، خاوره او جنګ يې يو دی، غم او خوښي یې شريکه ده، خو اوس ټول په جلا جلا ډول له ګڼو دردونو کړېږي.

د پراخې اسلامي خاورې له ډلې افغانستان هغه خاوره ده چې مونږ پکې اوسېږو او ټول روان ناورينونه پکې د سر په سترګو وینو. د دې خاورې اوسېدونکي د امريکا او ناټو د يرغلګرو ځواکونو تر مستقيم يرغل لاندې د ژوند ترخې شپې سبا کوي.

د افغان جګړې نږدې ټول قربانيان افغانان دي. زموږ د غم او خوښۍ په مجلسونو کې د بحث وړ موضوعات پر ورانيو، وژنو، شکنجو، ظلمونو او وحشتونو را څرخي. د همدې مجالسو يوه ځانګړتيا دا ده چې له حل لارې پرته يوازې ستونزې مطرح کېږي او له کومې پايلې پرته په دې ټکو پای ته رسېږي چې خدای دې هر څه سم کړي!

ځوان کهول چې د حالاتو د تغير لپاره د يوې ټولنې تر ټولو پياوړی ځواک دی، ډېری یې د ټولنيز مکلفيت هيڅ احساس نه لري. د لوېديځ له ځانځاني مفکورې څخه اغېزمن دي او يوازې ځان ګوري. په داسي حال کې چې د افغانستان د جګړې ډېری قربانيان خپله هغه ځوانان دي چې هره ورځ په ډير وحشت سره وژل کېږي.

ملا امامان، ښوونکي، محصلين، انجینران، ډاکتران، سياسيون، قومي متنفذين او نور د دې وړتيا لري چې ځان او ولس له شته خونړيو بحرانونو څخه وژغوري. دوی ټول خپل ټولنيز موقفونه د يوې غلطې محاسبې پر بنسټ په خطر کې ويني. د خپل ځان لپاره په خپله خير او شر ټاکي

ملايان مو خپل مکلفيت د فضايلو په نصحيحت او دعا ادا کوي؛ ښوونکي مو په پټو سترګو پردی نصاب او پردي افکار تدريسوي، زده کوونکي او محصلين مو په نشو او فيشن بوخت دي، انجينيران، ډاکټران او نور لوستي او مسلکي خلک په دې اړه فکر کولو ته وخت نه لري او قومي متنفذين مو هم خپل مهم مکلفيت يا نه پېژني او يا يې نه ترسره کوي

د حق ملاتړ او د افغان ولس غميزې ته د يو اسلامي حل په موخه مبارزه کول يو څرګند خير او د اوسني وخت تر ټولو مهمه اړتيا ده. که څوک د دې لپاره د حق ملاتړ نه شي کولای چې بيا به دنده، شتمني، واک او نور د ژوند امکانات له لاسه ورکړي، دوی ناسمې پایلې ته رسېدلي دي. خپل لاسونه یې پخپله تړلي او د حوادثو په اړه یې نا سم لید پیدا کړی.

که د خپل تاریخ په هنداره کې وګورو، وينو چې د حق څخه د ملاتړ په لار کې نه حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه خپله شتمني له لاسه ورکړه؛ نه ابو بکر صديق او عمر رضی الله عنهما خپل ټولنيز موقف او اقتدار له لاسه ورکړ، نه هم خالد بن وليد رضی الله عنه خپل زور او ځواک له لاسه ورکړ او… بلکې اسلام دوی له خپل پخواني حالت څخه څو برابره ډېر لوړ کړل او په تاريخ جوړوونکو اشخاصو يې بدل کړل.

که څه هم د باطل پر وړاندې د مبارزې او د حق پلوۍ په لار کې به يو شمېر اشخاص له ستونزو سره مخ کيږي؛ خو دا حتمي نه ده چې د حق په پېروۍ به هر کس یو مخ په ستونزو کې را ښکېل شي. بلکې هغه څوک له ستونزې سره مخ کېږي چې په اړه یې الهی قضا همداسې شوې وي. د یو مومن په توګه پر الهی قضا ایمان هغه څه دي چې زموږ زړه ته امن راولي، په رواني لحاظ مو له ګډوډۍ ژغوري او د جنت لار را ته اسانوي.

خو که د راتلونکي په اړه د بې ځايه وېرې او خپلو ناسمو محاسبو له امله خراب ته په خرابتر غوره والی ورکړو، فعلي حالت ته د غنيمت په سترګه وګورو، نو اوس به مو هم خراب وي او راتلونکی به مو لا ډېر خراب وي

مدثر خپلواک

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

موج تازۀ گردبادهای ایالات متحده؛ تزلزل از درون

امریکا، ابرقدرت بی‌رقیب فعلی و بزرگ‌ترین قدرت نظامی و اقتصادی جهان، کشوری چند ملیتی با …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *