خپلواکي نمانځو؛ که سپکاوی يې کوو؟

د روان کال د اسد پر ۲۸ مه له انګلیس څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخستلو سل کاله پوره کېږي. د امريکا او ناټو له نظامي يرغل سربېره بيا هم هر کال د دولت له لوري دغه ورځ په لږ او ډېر توپير سره په شانداره مراسمو نمانځل کيږي، خو سږ کال د هېواد ولسمشر سلګونه مېليونه افغانۍ د همدې ورځې د نمانځنې لپاره ځانګړې کړي دي.
نه پوهيږو چې د ارګ په قاموس کې د خپلواکۍ کليمه څنګه مانا شوې؟ که خپلواکي له ښکېلاک، د هېواد پر ځمکه او هوا نه حاکميت، د صليبيانو له بمباريو، شپنيو چاپو، د امريکايي پوځ د جرمونو، د دوی له وحشتناکه زندانونو، د کميابه زېرمو له لوټلو او همدارنګه د بهرنيانو له پوځي اډو سره سازش کولو په معنا وي؛ بيا نو د کال هره ورځ د خپلواکۍ ده، ځکه مونږ هره ورځ له همدغه حالت سره مخ يو.
خپلواکي تش شعارونه او الفاظ نه دي. د واقعي خپلواکۍ په شتون کې يو دولت او تر لاس لاندې ولس یې په سياسي، فکري، مذهبي، نظامي، اقتصادي، ټولنيز، کلتوري او د ژوند په نورو اړخونو کې د خپلې ارادې څرګندولو واک لري او د ژوند ټولې چارې يې د خپلې ايډيالوژي او ليدلوري پر اساس تنظيميږي.
په داسي حال کې چې بهرنيان په دې خاوره کې د وژلو، ترور او سپکولو اختيار لري، څوک ورته نه څه شي ويلای او نه يې هم مخنيوی کولای شي. لاسپوڅې تر دې کچې اخلاص لري چې د اشغالګرو د ړندو بمباريو پړه پر خپله غاړه اخلي او يا هم د دوی د بې ګناه ثابتولو په موخه ورته بېلابېل توجيهات لټوي. دريځ او کړنلارې مو د سپينې ماڼۍ، پنتاګون او په کابل کې د امريکايي سفارت له کړنلارو سره په مستقيم ډول بدليږي. د دولت لګښتونه مو د تمويل کوونکو په خوښه د دوی د ګټو سره سم په مصرف رسېږي، چې ډيری وخت يې د ولس لپاره تر ګټې زيان څو ځله زيات وي. کورنی او بهرنی سياست مو د امريکا او ناټو د ګټو پر محور را څرخي.
د خپلواکۍ په نه شتون کې يې نمانځنه د خپلواکۍ ګټونکو شهيدانو له وينو سره نه هېرېدونکې جفا او د دې لارې د مبارزو ځوانانو د قربانيو توهين دی. د هېواد د اشغال په حالت کې خپلواکي نمانځنه د همدې کليمې د سپکاوي او په افغان ځوانانو کې د ازادۍ د فکر وژنې پرته بله هيڅ موخه او معنا نه لري.
د دښمن د ماتې په موخه د جشن نيول هغه وخت مناسب دي، چې دښمن له خپلو ټولو پوځيانو، فکر او فرهنګ سره خپل هغه ځای ته په تېښته مجبور شي، له کومه چې راغلی وي. خو اوس د خپلواکۍ په مناسبت جشن نيول د مسلمانانو په خاورو کې د دښمن د فرهنګ د پياوړتيا لپاره يوه پلمه، د عامه افکارو غولونه او تش دروغ دي. ځکه د ښکېلاکګرو تر حاکميت، دولت، بيرغ او قانون لاندې د خپلواکۍ د جشن نيول يوازې د کفارو د ګټو د خونديتوب او د امت د وېش او د هغوی د ناروا مفکورو لپاره د خدمت په موخه دي او بس.
په دې خاوره کې د دروغجنې خپلواکۍ لپاره د جشن نيول له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له امت سره له خيانت؛ د خپل ولس د تېر ايستلو او ويده ساتلو او پرديو افکارو او ارزښتونو له ترويج پرته بل څه نه دي.

مدثر خپلواک

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

یک نظر

  1. واقعاًغوره لیکنه ده
    زه شخصاً په تا ویاړم
    زړونه مو دردیږي خو موږ دې آزادی چيغې وهو ورځ په ورځ وژل کیږو خو موږ د آزادی نارې وهو
    زما په نظر دا خلک د پردیو په لمسون ړانده شوي دي
    دوی هېڅ نه وینی بلکې یوازې هغه څه وينی چې ورته ویل کيږی
    زه خو په افغانستان کې آزادي نه وینم
    دا یو استعمار دی
    خو زموږ وطنوال ړانده شوي دي
    که یې منۍ

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *