دار الامان او باګرام؛ يو بام او دوې هواوې

د امريکا ولسمشر د نومبر په ۲۸ مه په ناڅاپي سفر په افغانستان کې د امريکايي پوځ تر ټولو لويې اډې بګرام ته راغی او هلته یې د شکرانې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ. ټرمپ پوځيانو ته په وينا کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د کمولو او طالبانو سره د سولې د خبرو بيا پيل او شوني اوربند يادونه وکړه.

ټرمپ په دې سفر کې د ټولو ډيپلوماتيکو اصولو خلاف نړۍ ته خپل فرعونيت څرګند او دا يې وښودله چې افغانستان د امريکا مستعمره ده. د افغانستان حاکم دولت د ده پر وړاندې هيڅ ارزښت نه لري. د بادارانو دا ډول بېباکانه کړنې د خپلو لاسپوڅو په مقابل کې د حيرانتيا وړ نه، بلکې عادي کړنه ګڼل کېږي.

 ارګميشتو ته په بګرام کې د ټرمپ د الوتکې له کوزېدو وروسته خبر ورکول کيږي او سمدستي له ټرمپ سره د ليدلو په موخه بګرام ته غوښتل کېږي. افغان ولسمشر(؟) له ځنډه پرته پايڅې راپورته کوي او په يوه ساه تر بګرامه ځان رسوي.  هلته د يو امريکايي پوځي په څېر په ډير احترام د ټرمپ خبرو ته غوږ ږدي. د افغان ولمسشر په خبرو کې د ټرمپ او امريکايي پوځيانو له ستاينې او چاپلوسۍ پرته نور څه نه وو. يواځینی کار يې د کوربه ډوله مېلمه د غلامۍ د تمديد ژمنه وه.

څو مياشتې وړاندې افغان ولسمشر په دار الامان ماڼۍ کې په ډېرو شاندارو مراسمو سره د افغانستان د ازادۍ سلمه کليزه ولمانځله؛ خو همدغه ازاد ولسمشر اوس د دار الامان په څو کيلومترۍ کې د مېلمه په توګه د راغلو کوربنو مراسمو ته بلل کيږي او په خورا شرموونکي ډول له راغلي کوربه سره د خپلې غلامۍ د دوام ژمنې کوي.

د ډاکتر غني دا ډول کړنې څه نوې او د تعجب وړ خبره نه ده، له دې څخه وړاندې هغه په وازه خوله نارې وهلي چې موږ د امريکا د امنيت په موخه په لسګونه زره دولتي ځواکونه قرباني کړي او يا هم دې ته ورته موږ د نيويارک او واشنګټن د امنيت لپاره ګمارل شوي يو.

د پارلمان غړيو، د مدني ټولنو غړيو، د ټولنيزو رسنيو حکومت پلوه کارونکو، د سياسي چارو کارپوهانو، د ډيموکراسي پلويانو او نورو چې تل د افغانستان د ملي حاکميت، ازادۍ، استقلال، ملي ګټو، د ځمکني او هوايي حريم د ساتنې شعارونه ورکوي د ټرمپ پر تکبر او د اشرف غني پر غلامانه سلوک باندې يې نه ملي احساسات را وپارېدل او نه يې د ټرمپ توهين امېزه برخورد د ملي حاکميت، ملي ګټو، د دولت د خپلواکۍ ضد عمل وباله.

افغان دولت چې هر څومره د ازادۍ شعارونه ورکړي او يا هم د ازادۍ اړوند يو شمېر تشريفاتي مراسم تر سره کړي، بيا هم ځينې وختونه د خپلو انساني بادارانو لخوا د غلامۍ په داسې درنده څپېړه وهل کېږي، چې د دوی ګوډاګيتوب د لمر په څېر افغان ولس او نړۍ ته څرګند کړي. وروسته بيا په مياشتو مياشتو د لوېديځ په فکري ثقافت روزل شوي د سياسي چارو په نامه کارپوهان، مزدوري رسنۍ او د امريکايي ښکېلاک مزدوران ورته ډول، ډول توجهيات تراشي. د انس حقانې او امريکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې موضوع، د ټاکنو د پايلو اعلان او د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان دولت ناتواني او نه خپلواکي تر ټولو نژدې بېلګې دي.

الله سبحانه وتعالی ټول انسانان په ابتلاء او ازمايښت کې اچوي. ډيری وخت انسان لکه څنګه چې په اصل کې دی، هغسي ځان نه ښيي، نو الله سبحانه وتعالی يې په ځينو پېښو کې افشا کوي ترڅو د نوموړي کس اصل خپله ده او نورو کسانو ته څرګند کړي. د ټرمپ په دې سفر سره يو ځل بيا د اشرف غني او افغان دولت د ګوډاکيتوب اصل افغان ولس او نړۍ ته څرګند شو. دا چې دوی هر رنګه ځان ولس او نړۍ ته ښيي، خو د دوی اصل دا ډول دی، چې پر ځمکه باندې يې د الله سبحانه وتعالی د حاکميت پر ځای د ټرمپ، پوتين، مودي او نورو کفارو حاکميت غوره کړی او د الله سبحانه تعالی د بندګۍ پر ځای يې د بشر د غلامۍ کړۍ غاړې ته اچولې.

مدثر خپلواک

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

چرا “سرمایه داری” اضطراب می آورد؟

روزی تصمیم گرفتم ساعتی بخرم، وقتی به اولین دکان وارد شدم، چشمم به انواع و …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *