داسې قوم چې یوازې ژوندي پاتېدل غواړي!

په افغانستان کې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه د بي بي سي يوې څېړنې وښودله چې د اګست په مياشت کې داسې کومه ورځ نه وه، چې مرګ ژوبله دې نه وي پکښې را منځته شوې.

بي بي سي له ټول افغانستان څخه د ۲۰۱۹ کال د اګست له لومړۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د تاوتريخوالې ۱۲۰۰ پېښې ثبت کړي چې له امله يې ۲۳۰۷ کسان مړه او کابو ۱۹۴۸ کسان ټپيان شوي. په دې حساب هره ورځ په اوسط ډول لږ تر لږه ۷۴ کسان وژل شوي.

د افغانستان جګړه اوس مهال د مرګونو او ژوبلې له مخې د نړۍ پر مخ تر سوریې او یمن هم خونړۍ ده چې ډيری قربانيان يې ولسي وګړي دي. د جګړې ښکېل اړخونه په ډېر وياړ سره يو د بل د مرګ ژوبلې ارقام خپروي. ولس په يو داسي ناوړه وضعيت کې يرغمل شوی، چې يوازې د ژوندي پاته کېدو په هڅو کې یې شپه او ورځ تېرېږي. جګړيزو مرګونو هر څه ورڅخه هېر کړي. اوس نه څوک له لوږې شکايت کوي، نه د سرپناه او نه هم د کار روزګار. یوازې ژوندی پاته کېدل ورته په دې خاوره کې ستر غنيمت ښکاري.

د افغانستان جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره نوره هم پېچلې کېږي، خو د پای هيڅ څرک یې نه لېدل کېږي. د جګړې افغاني اړخونه دولت او وسله وال مخالفين هر يو يې د لا ډېر امتياز په موخه په ډېره بې رحمۍ سره يو بل او بې دفاع ولسي وګړي وژني. د امريکا او متحدينو لپاره خو يې هسي هم د افغان مسلمان وينه مباح ده، هغه که وسله وال مخالفين دي، ولسي وګړي دي او يا هم دولتي ځواکونه.

د نا امنۍ، جګړې، ناوړه اقتصادي حالت، بېکارۍ او روغتيايي ستونزو له امله د افغانستان وګړي خپل راتلونکی په تيارو کې ويني او د يو ښه راتلونکي په اړه ناهيلي شوي. د ګالوپ بنسټ څېړنې وښودل چې د افغانستان په هرو سلو کسانو کې ٨٥ تنه یې په خپل ژوند کې ناهیلي دي. دا تر ټولو نوی ریکارډ نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ په کچه دی.

په تېر کې هم پر ولسونو همدارنګه حالتونه تپل شوي، خو هغوی لومړی د ستونزو بنسټيزه رېښه پيدا کړې او ورسته یې له بيخه کښلې. اوس د ولس لپاره دوه انتخابه دي. لومړی اوسنیو ستونزو ته يوه اسلامي حللاره لټول او د اوسني ناوړه واقعيت د بدلون په موخه راپاڅېدل. دوهم د امريکا د ګټو د ساتنې په جګړه کې د سر، مال او ناموس قربانيو ته غاړه ایښودل.

طبعي خبره ده چې لومړی انتخاب باید غوره شي او افغانان د نړۍ له نورو مسلمانانو سره د یو داسې بدلون په لټه کې شي چې ريښه یې د دوی عقیدې ته ورګرځي او یو داسې تغیر را ولي چې د دوی د مټو په زور را منځته شوی وي، نه د پخوا په څېر د لوېدیځو قدرتونو په مټ.

 مدثر خپلواک

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

ځمکه د استوګنې وړ سیارو له نوملړه وځي

نړۍ ته د بشر له راتګ راهیسي انسانانو د وسایلو او تکنالوژۍ له پلوه دومره …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *