داعش امريکا ته ګواښ دی، که د امريکا ګواښ دی؟!

په تېرو اونیو کې اسوشيتد پريس خبري آژانس د امريکايي او افغان امنيتي چارواکو له قوله ويلي چې داعش په افغانستان کې د خپرېدو په حال کې دی او نوي جنگيالي جلبوي. يوه لوړ پوړي امريکايي جنرال ويلي چې په افغانستان کې د داعش ډله د امريکا له پاره گواښ دی. دغه امریکایي چارواکي په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه په اروپا او امریکا کې “د سترو حملو د سرته رسولو لپاره تمرینونه” دي.
په دې وروستیو کې امریکایان او افغان دولت په افغانستان کې د داعش د ګواښ لوی ښودلو په موخه تبلیغات او کمپایونونه کوي. د دې سره یوځای، رسنۍ هره ورځ په افغانستان او پاکستان کې د داعش د شتون په اړه تاوده رپوڼونه او تبلیغات خپروي او ډېرې پېښې په داعش پورې تړي. تر دې چې د امریکا لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان دولت د دغې ډلې د فضا نیولو لپاره خبرونه ورکوي او کمپاین ورته کوي. حتی د دغه ډلې شمېر هم امریکا او افغان دولت رسنيو ته ورکوي.
لکه څرنګه چې امریکا د شام د انقلاب را پرځولو لپاره داعش ډله بهانه وګرځوله، همداسې غواړي په افغانستان کې د داعش د ځای نیولو او د دوی د لوی ښوودلو له لارې منځنۍ اسیا ته خپل نفوذ وغځوي.
امريکا دا ځل غواړي یو سیمه ييز کړکېچ رامنځ ته کړي، نو ځکه نظامي او سیاسي مشران يې تل په خپلو خبرو کې داعش یادوي، د داعش شتون په افغانستان او منځنۍ آسيا کې یوه خطرناکه لوبه ده چې د استعماري هېوادونو د استخباراتي سازمانو لخوا، د سیاسي نفوذ او د جنګ د جغرافيې د پراخوالي په موخه جوړه شوې ده او د افغانستان دولت د مشرانو سره يو ځای هڅه کوي چې داعش ته د لارې هوارولو لپاره کمپاینونه وکړي.
د داعش له کړنو تر اوسه جوته شوې چې د امت په منځ کې د مذهبي فتنې له ترويج، سياسي نفاق او په عامه افکارو کې د ريښتيني خلافت له بدنامولو پرته نور څه نه دی. له دې وروسته به هم همدا داعش وي، چې امريکا او لویدیځ به یې د ګټو د خوندي کولو په موخه په پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسيا کې پر فعاليت تمرکز کوي.


جاويد سيرت

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د استعمار تر سیوري لاندې خپلواکي

د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې د عثماني خلافت له کمزوره کېدلو سره سم ځواکمنو …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *