د استعمار تر سیوري لاندې خپلواکي

د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې د عثماني خلافت له کمزوره کېدلو سره سم ځواکمنو اروپایي هیوادونو له اروپا بهر د نورو هیوادونو او خاورو استعمار پیل کړ. د استعمار په مټ یې د سلګونو کلونو لپاره مستعمره هیوادونه لوټ او تالان کړل. دې ځبېښونکي استعمار شاوخوا پنځه پېړۍ په بېلابېلو خاورو کې دوام وموند او له هماغه پیل څخه یې په استعمار شویو خاورو کې پر وړاندې غبرګونونو شتون درلود. د همدې غبرګونونو په پایله کې ځینو هیوادونو په هماغه لومړیو کې له استعماره ځانونه خلاص کړل او نور هیوادونه هم ورو ورو په بېلابېلو شرایطو کې ظاهرا له پخواني استعماره خلاص شول.
د ګڼو هیوادونو په څېر افغانستان هم د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له بریتانوي استعمار څخه ځان خلاص کړ او د بریتانوي ښکېلاک منګولي یې له دې خاورې څخه وکښلې. خو د استعمارګرو هیوادونو استعماري ذهنیت لا هم پر خپل ځای پاتې دی او په بیلابیلو بڼو یې د اسلامي او نورو خاورو استعمار ته ادامه ورکړې ده.
اوس هم ګڼ هیوادونه په نوې بڼه د ځواکمنو هیوادونو له لورې استعمارېږي، له پخوا څخه یې توپیر په دې کې دی چې دا ستعمار مخامخ نه وي بلکې تر ډېره د امریکا په مشرۍ د ګڼو سازمانونو، ادارو او لویو موسساتو په مټ کوچني او وروسته پاتې هیوادونه استعمارېږي. دا هیوادونه د نړیوالتوب څخه په اغېزمنېدو د دې استعماري لومو په دام کې ایساریږي.
که د استعمار تاریخ ته وګورو ټول یې د مستعمره هیوادونو د لوټولو په موخه تر سره شوي دي او تر شا یې تل ګټې نغښتي وي. دا د ګټې ځپونکی ذهنیت د پانګوالۍ ایډیالوژۍ څخه مخامخ سرچینه اخلي. که کمزوري هیوادونه هر څومره هڅه وکړي، بیا هم د ځواکمنو هیوادونو له استعمار څخه ځان نه شي ژغورلای. کمزوري هیوادونه باید د دې ځپونکي ایډیالوژۍ پر ړواندې را پاڅي او داسې ایدیالوژۍ حاکمیت ته ورسوي چې بنسټ یې د ګټې دغسې وحشي مفکوره نه، بلکې د بشريت دنيوي او اخروي بريا وي. پرته له شکه چې دغه ايډيولوژي اسلامي ايډيولوژي ده.

عبدالله لطفي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *