د استعمار په غېږ کې خپلواکي!

د ۱۹۲۴م کال څخه چې کله اسلامي خلافت و نړول شو پر اسلامي خاورو باندې واکمن د خپلو هېوادونو د خپلواکۍ ورځې نمانځي. په افغانستان کې هم دغه ورځ په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېږي، چې د يو ټولنيز سنت بڼه يې غوره کړې او په دغه ورځ عمومي رخصتي هم وي.
افغان چارواکي دغه ورځ په خپلو غولونکو ویناوو سره نمانځي. دوی په خپلو غولونکو ویناوو کې وايي؛ موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې دې مداخله او لاسوهنه وکړي. په داسې حال کې چې همدغه چارواکي وو چې ډيموکراسۍ ته یې دامریکايي اشغال تر سیوري لاندې ښه راغلاست ووایه، د افغانستان د اشغال اجازه یې ورکړه، په همدغه تپل شوي نظام کې یې برخه واخيسته او دغه اشغال هغه څه ترسره کړل ساری يې نه ليدل کيږي.
د امریکايي اشغال په وحشتونو، بمباريو، ترورونو او چاودنو کې زموږ سلګونه زره مسلمانان شهیدان شول، کوچنيان بې بلاره شول، مېندې بورې شوې، خويندې بې وروره او ښځې کونډې شوې. مېليونونه نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول او له چارواکو پرته پاتې ټول وګړي په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
خاین چارواکي اوس هم د امریکايي اشغال په شتون کې بيا هم افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد بولي. په داسې حال کې چې دغه چارواکي په افغانستان کې هېڅ واک نه لري. دوی تش سمبولونه دي او ټول واک له امريکا سره دی. افغانانو ته په تېرو ټاکنو کې ښه څرګنده شوه چې د ملي وحدت حکومت چا رامنځته کړ؟! امريکا چې نن دلته هرڅه وغواړي پرته له کوم تشویش څخه یې ترسره کولای شي، ټرمپ په خپله خوله وايي چې زه افغانستان له نقشې ورکوم ايا د یو خپلواک هېواد پر وړاندې څوک داسې څرګندونې کولای شي؟
په افغانستان کې خپلواکي کومه څرګنده او حقيقي معنی نه لري او نه هیڅ خپلواکي شتون لري. په دې خاوره کې یو پر بل پسې اشغال ماته خوړلې، خو دا دی دا دی د ډیموکراسۍ تر شعار لاندې بل خطرناک استعمار راغی او موږ یې اشغال کړلو. هيله ده چې اوسنی ښکېلاک به هم د پخوانيو په سرنوشت اخته شي، د افغانستان په ګډون به ټولې اسلامي خاورې د استعمار له منګولو خلاصې شي، اسلامي امت به د دوی له عقېدې څخه د راټوکېدلې نظام څښتن شي او د دغه نظام تر سيورې لاندې به د ريښتينې خپلواکۍ خوند وڅکي. دا هر څه به د الله سبحانه و تعالی له وعدې او پرېکړې سره سم ژر پېښ شي انشاء الله.

جاوید سيرت

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *