د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې د دولت ـــ ملت مفکوره

په ۱۶۴۸م کال کې د اوسني المان په لويديځ کې د ويسټفاليا (Westphalia Peace Treaty) په نوم د سولي تړون د دوو موخو لپاره رامنځته شو. يو دا چې اروپايان د کليسا او دين له حاکميت څخه ځانونه خلاص کړي او بل دا چې په اروپا کې عثماني خلافت ته د پرمختګ حدود و ټاکي.

د دغه تړون په پايله کې د معاصرې اروپا دولتونه يو په بل پسې رامنځته شول، د نظم او حاکمیت بڼه بدله شوه، انساني اړيکو له دين او مذهب پرته بل معيار وټاکه. جغرافیې په غیرمذهبي معیارونو یو له بلې څخه بېلې شوې او د دولت ملت(Nation State) په نامه نوی سیاسي مفهوم معرفي شو. د دغه مفهوم پر اساس کلیسا خپل حاکميت له لاسه ورکړ.  په ژوند کې د دين دخالت د کليسا تر ديوالونو پورې محدود شو.

د دولت- ملت د مفهوم له مخې د جغرافيې، تاریخي قدامت، نسب او  ژبې پر بنسټ اړيکو او تعاملاتو ته لومړیتوب ورکړل شو، نه د عقیدې او دین پر بنسټ. د انسان، ژوند او کائيناتو څخه يو بېل ليد لوری را منځته شو. اروپايانو د دين په نامه له ظالمانه حاکميت څخه د تيښتې په موخه ملت دولت ته پناه يوړه.

مسلمانانو د غرب تقليد وکړ په خپلو خاورو کې يې د اروپايانو په ډول ملي دولتونه رامنځته کړل او هغو ته يې د اسلامي وروستاړي او مختاړي په ورکولو سره مشروعيت ورکړ. له ۱۹۲۴م کال وروسته چې اسلامي خلافت سقوط وکړ په مسلمانانو کې ورو ورو يو دولت په حيث د اسلام تصوير پيکه شو. مسلمانان يوازې ځینو فردي عباداتو، اخلاقو، مطعوماتو، ملبوثاتو او معاملاتو ته پابند پاتې شول. د دولت ملت د مفکورې په وجه ځینو وروستنیو مسلمانانو په اسلام کې د اسلامي دولت پر نشتون ټینګار وکړ. ځينو اسلام له عيسويت سره پرتله کړ او داسي استدلال يې کاوه چې اسلام د دولت او حکومتولۍ لپاره کوم ځانګړی نظام او سيستم نه لري. يو شمېر مسلمانانو په مطلق ډول په اسلام کې د سياست شتون رد کړ. ځينو نورو به اسلام يوازې په عرفاني او روحي اړيکه معرفي کاوه.

د دولت ملت مفکورې د مسلمانانو تر منځ د ورور ولۍ او يووالي مفهوم له منځه يو وړ .د مسلمانانو اسلامي هويت په ملي هويتونو لکه ترکي، پاکستاني، افغاني، ايراني او نور بدل شو. داسلامي ارزښتونه او مفاهيمو ځای ملي ارزښتونو ونيو. د مسلمانانو ګډ وياړونه تر ملي پولو پورې محدود شول، اسلامي احساساتو ملي او وطني رنګ خپل کړ. دغه چارې مسلمانانو ته له ذلت او خوارۍ پرته بل څه ور نه کړه.  دغې مفکورې مسلمانان د ژوند له پراخه سيمې څخه را بېل او د يو ټاکلي جغرافيې په داخل کې د ملت په قفس کې زندانيان کړل.

اسلام د مسلمانانو تر منځ جلا والی په هر نامه حرام ګڼي، الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته په خطاب کې فرمايي

( إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ )

دا امت ( مسلمانان) واحد امت دی او زه ستاسې پروردګار يم، نو يوازې زما عبادت وکړئ.( انبيا  ۹۲)

همدارنګه د حجرات د سورې په ۱۰ ايات کې فرمايي ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) يوازې مومنان سره ورونه دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته له هجرت وروسته په هغه وثيقه کې چې د مسلمانانو او يهودو تر منځ ليکل شوې وه، مسلمانان يې له نورو خلکو بېل واحد امت ګڼلي

( ان المسلمين و المؤمنين امة واحدة من دون الناس ) ژ

باړه: له شک پرته مسلمانان او مومنان له نورو خلکو بېل واحد امت دی. سيرت النبوي ابن هشام

اسلامي دولت د حاکميت، سرپرستۍ او د خپلو وګړو د اقتصادي، سياسي،تعليمي، ټولنيزو، فردي او نورو ستونزو ته د رسېدو او حل لارو په برخه کې په بشپړه توګه له جمهوري، شاهي، ديکتاتوري او نورو دولتونو څخه يو بېل موډل او جهاز لري، داسي يو موډل چې هلته د قانون (شريعت) و ضع د خلکو د نفسي غوښتنو پر ځای الله سبحانه وتعالی کوي، د قانون تعبير اسلامي علماء او مجتهدين او تطبيق يې خپله مسلمانان کوي، هغه چې ملي نواميس پکې سرحد، ملي بيرغ، قوم او يوه محدوده جغرافيه نه، بلکې د اسلام خپراوی، تطبيق، اسلامي عقايد او د الله سبحانه وتعالی رضايت وي.

داسي يو دولت چې د مسلمانانو تر منځ د واحد امت، واحد حاکميت، واحد فرهنګ، واحد هويت او متحرک معيارونه مطرح کوي. داسي يو دولت چې دنده يې يوازې د خلکو د غرايزو اشباع او د عضوي حاجاتو مړول نه، بلکې داسي يوه اشباع او د اړتياوو پوره کول وي چې امت ته دالله سبحانه وتعالی د رضايت پر لور جهت ورکړي. د امت په داخل کې د جنت پر وړاندې خنډونه محوه او په بهر کې د اسلام تطبيق او خپرولو ته لار هواره کړي.

عزت افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

تلخ‌کامی‌های هراتیان

امروزه در قرن بیست‌ویک شهر هرات گواه رویدادهای فجیع و دل‌خراشی‌ست که امنیت، رفاه و …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *