!د امت د ژغورنې یوازینۍ لار

په وروستۍ پېړۍ کې چې مسلمانان له کومو کږلېچونو څخه تېر شوي دي، ساری یې د اسلامي تاریخ له پیل څخه تر اوسه نه دی لیدل شوی. په دې پېړۍ کې د کفارو په لاس د مسلمانانو جغرافیه ووېشل شوه. سیاسي وحدت یې له لاسه ورکړ. اسلامي خاورې د لوېديځو هیوادونو په مستعمرو بدلې شوې وې او لا هم د هغوی د  تر هراړخیز استعمار لاندې دي.

له صلیبي جګړو وروسته یو ځل بیا د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس د دوی له لاسه ووت. یوه پېړۍ کېږي چې له خلیفه سره د بیعت حکم معطل دی. اسلامي خاورې مخامخ د لوېدیځ تر بريد لاندې دی. په دې خاورو کې واکمنه طبقه د لوېدیځو بادارنو مزدوران دي او د هغوی رضایت ورته تر هر څه ارزښتمن دی.

د اندلس او قرطبې په څېر یو ځل بیا د ځمکې په بېلابېلو برخو کې مسلمانان د اسلام په جرم تر څېرونکي چړې لاندې دي. د ایغور، روهنګیا، منځنۍ اسیا او ځینو افریقایي او اروپایي هیوادونو مسلمانان د اسلامي عقیدې له امله له ټول وژنو او ربړونو سره مخ دي او دا لړۍ لا دوام لري.

له دې پېړۍ مخکې مسلمانان د نړۍ تر ټولو ځواکمن او عزتمن خلک وو. په نړیواله کچه یې خبره منل کېده. خپلواک او پياوړی امت وو. خاورې یې د وېش وړ نه وې. په سیاسي لحاظ یې واحده رهبري لرله او دا هر څه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس د جوړ شوي نظام د حاکمیت او دوام له برکته وو.

کله چې دغه نظام دړې وړې شو؛ لوېدیځ د وږو لېوانو په څېر پر اسلامي خاورو منګولې ښخې کړې او په خپلو کې يې سره ووېشلې. د مسلمانانو ځواک، عزت او هويت له منځه لاړ او د شته ناخوالو بنسټ کښېښودل شو.

دغو حالاتو مسلمانان ولړزول او په دې پوه شول چې د خپل غفلت له امله په لويه کنده کې لوېدلي. نو د بدلون لپاره ګڼو مسلمانانو هڅې پيل کړې. ځینو په انفرادي ډول په ځینو کړنو پيل وکړ او ځينو هم د ډلو په توګه. په امت کې يو شمېر سياسي او غير سياسي خوځښتونه را وټوکېدل او د بدلون لپاره يې کار پيل کړ.

د را منځته شويو خوځښتونو له ډلې د يو شمېر عمر ډېر لنډ او تر یوې لسیزې هم کم و. خو ځینې بیا له تاسیس څخه تر ننه لا هم پاتې دي او د امت په منځ کې د خپلو موخو لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي.

ګڼ اسلامي خوځښتونه چې په پیل کې په نېکه انګېزه رامنځته شول، د کار په جریان کې يې په ځينو تېروتنو سره ځان او امت دواړو ته ستونزوې وزېږولې. ځينو ډلو له امت سره خيانتونه وکړل، تګلارې او موخې يې بدلې کړې او له خپل اصلي مسير څخه يې انحراف وکړ. دغه کړنې له يوه پلوه د دغو ډلو د له منځه تلو او له بله پلوه پر ډلو باندې د خلکو د بې باوره کېدو لامل شوې.

خو اساسي موخه (د امت وحدت او نجات) لا نه ده تر لاسه شوې او د دغې موخې لپاره کار د هر مسلمان شرعي مکلفيت او د دنیوي او اخروي بريا کيلي ده.

دغې موخې ته د رسېدو لپاره انفرادي کار له يوه اړخه زمونږ تکليف نه رفع کوي او له بله پلوه له عقلي، واقعي او تاريخي لحاظه د انفرادي کړنو له لارې دغې موخې ته رسېدل د سيند په مخکې د شګو دېوال دی. نو حتمي ده چې د امت د نجات، خپل پخواني برم ته د رسېدو او د دنيوي او اخروي بريا د ترلاسه کولو لپاره ډله يز کار وشي.

 له ښه مرغه په امت کې لا هم داسې خوځښتونه شته چې بنسټ يې پر شريعت ولاړ دی. دقيقه او رڼه موخه او نه بدلېدونکې، واقعي او پر سنتو ولاړه تګلاره لري. له همداسې يوې ډلې سره يو ځای کار کول د هر مسلمان ديني وجيبه او د امت د نجات یواځينۍ لار ده. نو راځئ چې همداسې يوه ډله ولټوو، ويې ټاکو او کار ورسره پيل کړو.

عزت افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

موج تازۀ گردبادهای ایالات متحده؛ تزلزل از درون

امریکا، ابرقدرت بی‌رقیب فعلی و بزرگ‌ترین قدرت نظامی و اقتصادی جهان، کشوری چند ملیتی با …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *