د خپلواکۍ په دفن شوي څلې کې د خپلواکۍ نمانځنه

د تېرو دوو میاشتو راهیسژ د حکومت له لورې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځلو ته تیاری نیول کېږي. ویل کېږي چې دا ځل به د خپلواکۍ لاس ته راوړلو کلیزه د نورو کلونو په پرتله په خورا شانداره مراسمو ونمانځل شي. د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د خپلواکۍ نمانځلو جشن لپاره (۳۸۱) ميليونه افغانۍ بودجه ځانګرې شوې ده چې دغه پيسې به د خپلواکۍ د سلمې کليزې په نمانځلو کې ولګوي.
سل کاله وړاندې هغه مهال چې په هند کې برتانوي ښکېلاک د افغانستان خاوره د خپلو ګټو له پاره کاروله، په افغانستان کې یې له حاکم دولت څخه په ځینو برخو کې خپلواکي سلب کړې وه. د همدې ښکېلاکګر دولت د ورور وژنې سياست او د افغاستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاسوهنه د دې لامل شوه، چې افغانان په ډله ييزه توګه را پاڅي او د انګرېز له استعماري منګولو څخه دا خاوره ازاده کړي.
که څه هم له استعمارګرو څخه ازادي اخيستنه د هل ملت لپاره وياړ دی، خو په دې شرط چې ملت خپله خپلواکي وساتي. د همدغو استعمارګرو چې مونږ ورڅخه خپلواکي اخيستې (انګريزان) او د هغوی لمسيان (امريکايان) له لوري همدا اوس زمونږ خاوره اشغال شوې، خو مونږ لا هم د خپلواکۍ د څلې په شناخته ليکل شوي د خپلواکۍ الفاظ زمزمه کوو. مګر فکر نه کوو چې ايا اوس هم خپلواک يو که نه؟
دولت هر کال د زمري پر ۲۸مه د خپلواکۍ په نه شتون کې د خپلواکۍ په نمانځلو ميليونونه پيسې لګوي. په داسی حال کې چې مېليونونه افغانان د خوړلو له پاره څه نه لري. د يوې سروې له مخې ۵۴ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. همدارنګه دریمه برخه افغانان له بېکارۍ څخه کړيږي. خو دولت لا هم د سل کاله مخکې حالت سره مخ دی او کومې پيسې چې د ازادۍ په نمانځنه کې مصرفيږي، ممکن د همدغه هېواد (انګلستان) څخه يې د پور، مرستې يا په کوم بل نامه لاسه شوي وي.
نن ورځ د لوېديځ له لوري د مسلمانانو د واحدې جغرافيې پر هره ټوټه باندې د استعمار جال غوړېدلی. پر اکثرو اسلامي خاورو داسې تپل شوي دولتونه حاکم دي چې ولسونه تېر باسي. له استعمار څخه د ريښتينې ازادۍ فکر يې ور وژني، تر څو ځوان نسل له استعمار ضد کړنو څخه را وګرځوي.
دلته داسې حالت حاکم دی چې د هیچا مال او سر خوندي نه دی، دولت په خپلو چارو کې خپلواک نه دی، د هر څه واک د امریکا له سفارت او پوځي اډو سره دی. د حکومت مشران افغانستان ته د امریکایي چارواکو په راتګ هغه مهال خبریږي چې هغوی د ارګ دروازې ته راشي. د افغانستان پر هوايي حريم د اشغالګرو ځواکونو الوتکې ګرځي او هر ځای چې یې خوښه وي، هلته افغانان بمباروي او وژني یې. څومره د افسوس خبره ده چې د ازادۍ څرک نه ښکاري، خو د نمانځنې لپاره يې مياشتې وړاندې چمتوالی نيول کېږي!

عزت افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *