//----------------------------------------------------------------------- fb instant afticles

د سولې په نامه د طالبانو د تسلیمولو لومه!

غورچاڼ: د سولې په تړاو د طالبانو له لورې د خورا زیات انعطاف او نرمۍ ښودل د دې نښه ده چې طالبان د اشغال پر وړاندې د ټولو قربانیو سره سره د امریکا د سولې په لومه کې را ښکېلېدونکي دي. لیري نه ده چې د دوی برخلیک به هم په لږ توپیر سره د مخکنۍ ډيموکراټیکو ارزښتونو ته تسلمېدونکي ډلې په شان وي.

اتلس کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ د تروریزم سره د مبارزې تر سرلیک لاندې افغانستان اشغال شو. د اشغال سره سم امریکا دې خاورې ته پر پانګوالۍ ولاړ لیبرالو ارزښتونو ته ژمن نظام راوړ. دې نظام نه له کلتوري او نه هم له عقیدوي پلوه د افغانانو د شته ارزښتونو سره سمون درلود، سره له دې په اتلس کلنه موده کې امریکا د ۱۲۰ میلیارډو ډالرو په لګولو سره تر یو بریده په لویو ښارونو کې د دې نظام پر پلي کولو وتوانېده، خو په ليري پرتو ښارونو او سیمو کې د اشغال پر وړاندې د راټوکېدونکي مقاومت له امله دغه نظام لکه څه رنګه چې امریکا غوښتل، نه شو پلی. د دې اشغال په پایله کې په لسګونو زره ملکیان لمنځه تللي، ټپیان او بې کوره شوي دي، چې یوازې د جان کېري د ملي یووالي حکومت په څلور کلنه دوره کې ۴۵۰،۰۰ افغان نظامیانو ژوند له لاسه ورکړی.

اوس امریکا دا اتلس کلنه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې، پای ته رسول غواړي داسې جګړه چې لا هم امریکا ته په افغانستان کې د تر ټولو کم شمېر عسکرو د ساتلو سربېره د کال په ۴۵ میلیارډو ډالرو پرېوزي. دافغانستان اتلس کلنه جګړه امریکا ته شاوخوا په یو ټریلیون ډالره تمامه شوې او لا هم نه ده څرګنده چې امریکا به په څه ډول په افغانستان کې د روانې جګړې او اشغال اور تازه وساتي.

داسې ښکارې چې امریکا په دې توانېدلې ده چې طالبان د نظامي او سیمه یزو هیوادونو له لورې د سیاسي فشار په پایله کې د امریکا سره خبرو ته چمتو کړي او طالبان په دې اړه تر اوسه درې ځلې مخامخ له امریکا سره خبرو ته کېنستلي او لا هم د ناستو شونتیا شته. امریکا په تېرې اتلس کلنې جګړې کې ونه شو کولی د طالبانو روان مقاومت د جګړې له لارې پای ته ورسوي او خپله بریا اعلان کړي اوس غواړي د خپلې سل کلنې سیاسي تجربې څخه په ګټې اخستنې، جګړه د سولې له لارې د مېز پر سر وګټي او روانه جګړه داسې پای ته ورسوي چې دواړه لورې ځان بریالي وګڼي.

د طالبانو له لورې د خورا زیات انعطاف او نرمۍ ښودل د دې نښه ده چې طالبان د اشغال پر وړاندې د ټولو قربانیو سره سره د امریکا د سولې په لومه کې را ښکېلېدونکي دي. لیري نه ده چې د دوی برخلیک به هم په لږ توپیر سره د مخکنۍ ډيموکراټیکو ارزښتونو ته تسلمېدونکي ډلې په شان وي.

 د مسلمانانو هیله دا ده چې طالبان د امریکا په دې مکار سیاست ونه غولېږي او له دې لومې څخه ځان وژغوري! دا د طالبانو د اتلس کلن مقاومت او قربانیو پایله ده چې د نړۍ تر ټولو ستر ځواک یې اړ کړ چې له یو ډلې سره د ځان ژغورلو په موخه د خبرو مېز ته کښېني. د طالبانو له لورې د لوېدیځ ارزښتونه منل او د امریکا شرطونو ته غاړه ایښودل به د دې خاروې هغه ګټلی نوم چې د امپراتوریو په هدیره مشهور دی له خاورو سره سم کړي.

عبدالله لطفي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د فاتحینو تورې اوس د خپلو وروڼو په وینو سرې دي

غورچاڼ: د مسلمانانو له دې بې ساري ځواک څخه د مسلمانانو د ژغورلو او ساتلو …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *