//----------------------------------------------------------------------- fb instant afticles

د فاتحینو تورې اوس د خپلو وروڼو په وینو سرې دي

غورچاڼ: د مسلمانانو له دې بې ساري ځواک څخه د مسلمانانو د ژغورلو او ساتلو لپاره کار اخستلو ته اوس تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث پر بنسټ اوس اسلامي خاورې د خوراک په داسې کاسه اوښتي چې کفر (لویدیځ) د وږيو لېوانو په څېر بریدونه پرې کوي او ټول شته یې ترې لوټي.
د دقیقو شمېرنو له مخې په نننۍ اسلامي نړۍ کې د فعالو نظاميانو شمېر تر اوو میلیونو اوړي همدا راز په اسلامي نړۍ کې ۵۴۲ میلیونه داسې بشري ځواک شتون لري چې هر ګړی له پوځونو سره د نظامي خدمت په موخه یو ځای کېدو ته چمتو دی. په اسلامي خاوره کې د شته نظامي پوځونو کلنی لګښت تر ۵۴۴ میلیارډو ډالرو اوړي چې د اوسنۍ نړۍ د ستر نظامي ځواک (امریکا) له لګښتونو سره چې ۶۱۱ میلیارډه کېږي، ډېر توپیر نه لري. د ډېرو اسلامي خاورو پوځونه د سیمې په کچه پرمختللي او د نظامي پلوه ځواکمن دي، د بېلګې په توګه د مصر پوځ د افریقا په کچه تر ټولو ځواکمن او مجهز پوځ دی، همداراز د ترکیې پوځ په ناټو کې تر امریکا وروسته تر ټولو ځواکمن پوځ دی او په اروپا کې یې سیال نشته، د پاکستان پوځ د سیمې په کچه یو له ځواکمنو او مجهزو پوځونو څخه دی چې په اټومي وسله سمبال دی.
د اسلامي خاورو د پوځونو چارواکي او سرتېري تر نورې نړۍ ځوانان او د نورو پوځونو په پرتله د نظامي فعالیتونو لپاره ډېره انرژي لري، دا پوځونه په اسلامي خاورو کې د روانو جنګونو له امله په جنګي جغرافیې او تاکتیکونو تر هر پوځ بلد دي. دا پوځونه د یوویشتمې پېړۍ جګړه چې اوس یې چریکي بڼه نیولې ښه ترسره کولی شي او په هر ډول شرایطو کې ناشونې جګړې مخ ته وړلی شي.
د نظامي تجهیزاتو له اړخه د اسلامي خاورو پوځونه تر ډېرو سترو پوځونو مخکې دي د بېلګې په توګه، د اسلامي خاورو پوځونه ۳۰ زره چاینه ټانګونه، ۹۰ زره زرهي وسایط، ۱۸ زره بېلابېلې توپخانې، ۶ زره اتومات توپخانې او د جنګي بېړیو شمېر یې د نړۍ د ستر نظامي ځواک (امریکا) په پرتله شپږ ځله ډېر دی.
د پورته ټولو ځانګړنو سره سره دې پوځونو د مسلمانانو د ژغورلو پر ځای د خپلو وسلو شپېلۍ بیرته د همدې مسلمانانو پر لور را اړولې او د استعمارګرو بادارانو په لمسون یې هر ډول ظلم پر خپلو وروڼو روا ګڼلی او تر ټولو په بد ډول یې ځپلي دي. یا هم د دې پوځي وسایلو څخه د تشو نمایشاتو لپاره کار اخلي لکه، د فبروري پر ۱۷ مه د لسګونو زره یمني ماشومانو قاتل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته د رسمي سفر په موخه ولاړ او د پاکستان خاورې ته د ننوتلو پر مهال یې الوتکه د F-16 او JF-17 جنګي جټ الوتکو له لورې د راولپنډۍ تر نورخان هوایي ډګره پورې بدرګه کېدل، حال دا چې همدا الوتکې کولی شي د پاکستان په نږدې ګاونډ کشمیر کې له هندي اشغالګرو څخه د کشمیر مسلمانان او د برما د بودایانو له ظلم څخه په روهنګیا کې مسلمانان وژغوري.
اوسني مزدور حکام او حاکم نړیوال کفري نظم دوه هغه لوی لاملونه دي چې د دغه ځواک لوری یې بدل کړی او په ستره فتنه کې، چې مسلمان وژنه ده بوخت کړی دی. دا هرڅه به تر هغو روان وي چې د دې ځواکونو رهبري یوه شوې نه وي او داسې څوک یې مشري شوی نه وي چې د هر څه نه وړاندې اساسي معیار ورته د الله رضا وي، نه د خپلو کفري بادارانو خوښي.

عبدالله لطفي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

کی میگوید این نظام کفریست؟!

عده ای نظام حاکم افغانستان را غیر اسلامی(کفری) میخوانند، و برخی دیگر میگویند این نظام …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *