د فلسطین د مسألې په اړه موږ څه کولی شو؟

ولې غواړم له هرڅه وړاندې دا پوښتنه مطرح کړم، چې موږ د فلسطین په اړه څه کولی شو؟

شاوخوا ۷۰ کلونه کېږې، چې د امت په زړه (فلسطین) کې یهودي دولت رامنځته شوی، اسلامي خاوره یې لاندې کړې او هره ورځ نوې سیمې لاندې کوي. هو ۷۰ کلونو کېږي، چې موږ د یهودو د مخنیوي لپاره هڅې کړو، خو کومه پایله نه لري!

۷۰ کاله کېږي چې په ډېر ظلم او بې شرمۍ سره اسلامي خاورې لاندې کېږي، د امت په زړه کې د یهودو او امریکا لخوا نظامي هډې او بېسونه رامنځته کېږي، مسلمانان په ډله ییز ډول وژل کېږي او په خپله خاوره کې مهاجر کېږي. له۷۰ کالونو راهیسې امت ته ویل کېږي چې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره امریکا ته ولاړ شي او یا د پرمختګ په موخه د دوی له لاس پوڅو حاکمانو او دولتونو څخه ملاتړ وکړي. له ۷۰ کالونو راهیسې موږ ته ویل کېږي چې د امت پر بنسټيزې قضیې باندې د تیري کونکي هېواد له تولیداتو سره بایکاټ وکړو!

هو خو امریکا د یهودو لخوا د فلسطین د اشغال د منلو لپاره ۷۰ کاله انتظار ونه کړ. په اسلامي خاورو کې رامنځته شوې دارالندوې (پارلمانونو) د فلسطین د اشغال د منلو لپاره ۷۰ کاله منتظر نه شولې. عرب او د اسلامي نړۍ غلام حاکمان له یهودو سره د اړیکو د عادي کولو، سوداګرۍ او سولې لپاره ۷۰ کاله تم نه شول. امریکا د عراق او افغانستان د لاندې کولو او اشغال لپاره ۷۰ کاله منتظر نه شول او نه هم نن ورځ یهود د فلسطین خاورې د لاندې کولو او د فلسطیني مسلمانانو د وژلو لپاره ۷۰ کاله انتظار باسي.

د تېرو ۷۰ کلونو راپدېخوا زموږ کړنو او هڅو د اسلامي امت هېڅ درد نه دی دوا کړی، بلکې یوازې یې اشغالګرو ته د اسلامي خاورو د لاندې کولو او د مسلمانانو عامه وژلو  ته وخت او فرصت ورکړی دی. نو اوس اساسي خبره داده چې موږ پوه شو، چې په دې اړه موږ څه کولی شو او څه باید وکړو؟

دا چې موږ څه کولی شو، دا کوم نوی او عجیب کار نه دی، بلکې له وړاندې مو یو ځل ترسره کړی. کله چې صلیبیانو فلسطین او مسجد القصی د نن په څېر اشغال کړل، نو منځنی ختیځ د نن په څېر په خپلواکو دولتونو باندې ووېشل شو. په هغه وخت کې هم د نن په څېر عرب خپلواکو هېوادونو له صلیبیانو سره اړیکې عادي کړلې. نو د فلسطین د هغه وخت او نن ورځې ستونزه یوه ده او یو حل لري. هو صلاح الدین هم له ورته ستونزې سره مخ وو، خو هغه درک کړې وه چې اصلي ستونزه اشغال او اشغالګر نه دي، بلکې ستونزه د عربو وېش او پر بېلا بېلو برخو د هغوی تقسیم دی. هو صلاح الدین ۱۰ کاله د امت د یو ځای کولو لپاره ولګول، هغه لس کاله منډې وکړې چې مصر له یمن، شام او شمالي افریقا سره یو ځای کړي. کله چې هغه په خپلو دغو هڅو کې بریالی شو او امت یې د یو ډال (خلیفه) تر امامت لاندې راټول کړ، نو له هغه وروسته یې اسلامي لښکرې د فلسطین د ازادلو لپاره له صلیبیانو سره جګړې ته واستولې او پر یو لړزونکي او هیبتناک برید یې د فلسطین او مسجد القصی ۱۰۰ کلن اشغال ته د پای ټکی کښېښود.

نن ورځ هم اسلامي امت ورته ستونزه لري او مسلمانان نه پوهېږي چې په فلسطین کې له خپلو دیني ورڼو سره څه ډول کمک وکړي!

نو حللاره واضح ده، هغه څه چې صلاح الدین ترسره کړل، هغه د فلسطین او د افغانستان، عراق، سوریې، لېبیا، هنګري، کشمیر او دې ته ورته د ټولو اسلامي خاورو لپاره یوازینی حل لاره ده. زموږ مسؤلیت او دیني وجیبه داده، چې د امت د یو ځای کولو لپاره شپه او ورځ کار وکړو او امت تر واحدې رهبرۍ لاندې راټول کړو. هو د فلسطین په څېر د ټولو اسلامي خاورو ازادول یوازې د وخت او یوې لحظې خبره ده او دا کار تر سره شوی، یا یې شوی وبولئ. خو هغه څه چې لا پاتې دي، هغه د اسلامي امت د تاریخ په پاڼو کې د نوي صلاح الدین، محمد الافاتح او محمد بن قاسم (خلیفه) د نوم لیکل دي او بس.

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

هغه پېړۍ چې د اسلام له حاکميت پرته تېره شوه

اسلامي امت د اسلامي دولت تر چتر لاندې د يوې سترې ټولنې په توګه څو …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *