د نفسي خواهشاتو نوی رنګ

انسان مکلف دی چې د خپلې بقا لپاره اړینې چارې تر سره کړي. د هغه څه څخه ځان وژغوري چې ژوند یې له منځه وړي، که د خپل ځان تر څنګ بل کس ژغورلی شي، نو ور باندې لازمه ده، چې ويې ژغوري. انسان د ژوندي پاته کېدو له پاره اړ دی چې ځان ته خوراک، څښاک، پوښاک او هستوګنځی پیدا کړي.

په اسلام کې د نارینه له لورې خپلې مېرمنې او ماشومانو ته د خوراک، څښاک، پوښاک اوهستوګنځي برابرول لازمې دي او دې شیانو ته نفقه وایي. اسلام پر هر پلار او د کورنۍ پر مشر لازمه کړې، چې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د حلالې لارې څخه نفقه برابره کړي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د نفقې تعریف اوس خوارا پراخ شوی او ټولو انساني اړتیاوو او نفسي خواهشاتو ته د نفقې په سترګه کتل کېږي. د بېلګې په توګه، ډول ډول خوراکي او تجملي توکي، د استوګنې ډول ډول ودانۍ،  ترانسپورټي او د اړېکو وسايل، قېمتي جامې او نور چې يوازې د انساني نفس غوښتنې دي اوس یې خلک د ځان لپاره د نفقې په څېر لرل فرض ګڼي.

سره له دې چې نفقه د شرعي احکامو له جملې څخه يو حکم دی، خو د نفقې دغه اوسنی پراخ تعریف موږ دومره له ځانه سره وړي يو، چې د اسلام ډيرو احکامو لکه د دين حاکميت، دعوت او جهاد له لارې د اسلام خپرول، په بما انزل الله باندې حکم ته زمینه برابرول، د الهي حدودو تطبيق ته لار پرانستل، د ظالم په وړاندې درېدل او نورو دا ډول احکامو تر سره کول د ځان مکلفيت نه بولو. د اسلام ښېګڼې بيانوو او پر دې هم خوښ يو، چې د اسلام دين زموږ د ژوند سر لاری شي، خو  موږ هر يو داسي غوښتنه لرو، چې نور کسان بايد دا کار وکړي، ځکه زه خو وخت نه لرم ټوله ورځ د اولادونو په نفقه پسې ورک يم.

د دې تر څنګ د اسلام هغه فردي احکام چې په ورځني ژوند کې يې تر سره کوو؛  د نفقې له پاشلي تعریف څخه سخت اغېزمن دي او نه شو کولای چې په ښه ډول او اخلاص سره يې اداءکړو. نفقه د اسلام له احکامو څخه يو حکم دی، خو موږ دغه حکم دومره ټینګ را نیولی چې په ټول ژوند کې د اسلام نورو احکامو ته نه وزګارېږو.

د پانګوالۍ فکر د انسان حرص اوج ته رسولی. د انسان ټول ژوند يې تر دنيايي وسايلو او امکاناتو پورې محدود کړی. انسان يې دومره مصروفه او سرګردانه کړی، چې د ژوند اصلي هدف يې ورڅخه هېر او ورک کړی. د ژوند کولو د وسايلو تر لاسه کول يې ورباندې د ژوند د اساسې موخې په نامه تپلي، خو حقیقت دا دی، چې اخرت تر دنيا غوره دی، چې بايد د خپل ژوند ډېره برخه د هغه د جوړولو لپاره ولګوو او د ټولو هغو احکامو د پلي کولو لپاره لازمه هڅه وکړو، چې دا مهال يوازې د معلوماتو د زياتولو، حفظ کولو، تدريس او د کتابونو تر پاڼو پورې محدود دي.

عزت افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

فکري انحطاط د غرب د نرمې جګړې محصول

مسلمانان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او ټکنالوژيکي اړخونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *