//----------------------------------------------------------------------- fb instant afticles

د نړۍ وګړي کمېږي؟!

په نړیواله کچه ځینې داسې سروې ګانې دي چې د ۲۱مې پيړۍ د نفوسو شمېر اټکلوي او دا سروې ګانې څرګندوي چې د نړۍ نفوس به د دې پيړۍ تر پایه داسې نه وي، بلکې بدلون کوي او له دې سره سم به نړیوال نظم هم بدلون کوي. دا سروې ګانې په اقتصادي، ټولنیزه، تکنالوژیکي او جیوپوليټيکو برخو کې شوې دي.
په تېرو څو لسیزو کې چې کومې څيړنې شوې دي، ټولې څېړنې دا خبره مني چې د نړۍ نفوس د انفجار په حال کی دي. د نړۍ له کنټروله وتلی د نفوس زیاتوالی د دې لامل ګرځي چې سرچینې کمې شي او چاپيریال له منځه لاړ شي. کله چې د وګړو شمېر زیاتېږي، نو په همغه کچه زیاتو سرچینو او انرژۍ ته اړتیا لري او دا د نړۍ د تودېدو لامل ګرځي او همدارنګه د نورو ایکولوجیکي فاجعو لامل هم ګرځي. همدارنګه په دې څيړنو کې له دې سره مخالفت شوی دی چې نفوس دې زیات شي. مګر په ۲۱ مه پېړۍ کې د نفوس زیاتوالی چټک شوی نه دی بلکې مخ پر ځوړ روان دی.
په بشر باندې د جیټیکي جوړښتونو عصري څېړنې په دې دلالت کوي چې کابو ۱۵ زره کاله وړاندې د نړۍ ټول نفوس ۱۵ میلیونه انسانان وو. همدارنګه د حضرت عیسی علیه السلام په وخت کې یعنې تقریبا ۲۰۰۰ کاله وړاندې د بشر نفوس ۲۵۰ میلیونه انسانانو ته رسېده. مګر د ۱۸ مې پيړۍ د صنعتي انقلاب به جریان کې د نړۍ نفوس درې چنده زیات شو یعنې ۷۰۰ میلیونو انسانانو ته ورسېده. مګر په وروستیو دوو پيړیو کې د نړۍ د نفوس د زیاتوالي سلنه هر کال شپږ سلنه وه او تر ۱۹۵۰ م کال پورې پورې د نړۍ د نفوسو کچه ۲.۵ میلیاردو ته لوړه شوه او له ۱۹۵۰ ز کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې د نړۍ د نفوس شمېر دوه چنده زیات شو او اووه میلیارده وګړو ته ورسېد. په دغه پریود کې هر کال د نړۍ په نفوس باندې ۷۱ میلیونه انسانان اضافه شوي دي. په دغو کلونو کې نه یوازې د نړۍ د وګړو شمېر زیات شوی دی، بلکې د نړۍ د وګړو د رشد یا د زیاتوالي اندازه هم لوړه شوې ده. د ۲۱ مې پېړۍ په لومړیو ۱۵ کلونو کې د نړۍ د وګړو شمېر ۷.۳ میلیارده کسانو ته رسېدلی دی.

مګر په ۲۱مه پيړۍ کې د انسانو د رشد یا زیاتوالي کچه لوړه شوې نه ده، بلکې کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۵۰ کال پورې به نړۍ د وګړو شمېر همداسې زیات شي، مګر د تېرو ۵۰ کلونو د وګړو د شمېر رشد یا زیاتوالی به کابو ۵۰ سلنه راټيټ شي. همدارنګه د دې پيړۍ په دویمه نیمایي که به د نړۍ د وګړو شمېر به د (۰-۱۰ سلنې) ترمنځ وي. تمه کېږي چې د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۵۰ پورې به د نړۍ په شته نفوس هر کال ۵۷ میلیونه وګړي زیات شي، چې دا اندازه د ۱۹۵۰ څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې له کلني نفوس د زیاتوالي څخه کمه شمېره ده. همدارنګه په ۲۱ مه پېړۍ کې داسې تمه هم کېږي چې د نړۍ د وګړو د زیاتوالي یا رشد کچه به ودرېږي.
په پرمختللو هېوادونو کې موږ د دغو بدلونونو شاهدان یو. د زېږون د کچې کمښت په دې هېوادونو کې د دې لامل شوی دی چې ځوان کار کوونکي کم شي. اورپایي هېوادونو او همدارنګه جاپان له دې ستونزې څخه همدا اوس کړېږي. زیات شمېر خلک په دې باور لري چې د نړۍ د وګړو شمېر د کمښت په لوري روان دی، مګر په نړیواله کچه د وګړو شمېر ځکه زیاتېږي چې د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې د اولاد د زیږدنې کچه خورا لوړه ده، مګر په نورو هېوادونو کې د بچیانو د زېږدنې کچه ډېره ټيټه ده. د لومړۍ کچې هېوادونه د بچیانو د زیږون له اړخه په خورا ټيټه کچه کې دي ‌او نوره نړۍ هم په دوی پسې روانه ده او د وګړو د شمېر دا بدلون د ۲۱مې پېړۍ د نفوسو جوړښت راښيي.
د نړۍ ځینې ځواکمن هېوادونه لکه جرمني او روسیه همدا اوس د خپل زیات نفوس د لاسه ورکولو په حال کې دی. د اورپا د وګړو اوسنۍ اندازه ۷۴۲ میلیونه ده او د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی دی چې په ۲۰۵۰ کال کې به د اورپا د وګړو دا شمېره ۵۵۷ او یا هم ۶۵۳ میلیونه وګړي وي. د ماشومانو د زېږدلو ټيټه کچه دا ده چې هره مېرمن په منځنۍ کچه ۱.۶ ماشومان زیږوي او دویم اټکل دا دی چې هره مېرمن ۲.۱ تنه ماشومان زېږوي. مګر په اورپا کې په منځنۍ توګه هره مېرمن ۱.۴ ماشومان زیږوي.
د ماشومانو د زېږولو بحراني کچه ۲.۱ ده چې هره مېرمن یې زېږوي. دا هغه کچه ده چې هره مېرمن یې باید په منځنۍ کچه وزېږوي، څو د نړۍ وګړي باثباته پاتې شي. د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ په ۱۹۷۰ کال کې هرې مېرمنې ۴.۵ ماشومان زیږول مګر په ۲۰۰۰ کال کې هره مېرمن یوازې ۲.۷ ماشومان زېږوي چې دا یو ډراماتیک کموالی دی. همدارنګه ملګرو متلونه وړاندوېینه کړې ده چې په ۲۰۵۰ کال کې به هره مېرمن یوازې ۲.۰۵ ماشومان زېږوي. دا شمېره د نړۍ د ثبات او ټیکاو لپاره بسنه نه کوي. همدارنګه د ملګرو متلونو سازمان یوه بله وړاندوېینه هم کړې ده چې بنسټ یې ګڼې فرضیې او څېړنې دي او هغه دا چې اوس هره مېرمن کابو ۱.۶ ماشومان زېږوي او پر همدې بنسټ څرګندوي چې په ۲۰۵۰ کال کې به د نړۍ د وګړو شمېر یا همداسې ټيکاو پيدا کړي او یا به هم په ډراماتیکه توګه راکم شي.
د نړۍ پرمختللي هېوادونه چې شمېر یې ۴۴ هېوادونو ته رسېږي هره مېرمن پکې یوازې ۱.۶ ماشومان لري چې دا په ګوته کوي چې د نړۍ وګړي د کمېدو په لوري روان دي. همدارنګه د زیږون شمېره په منځنیو هېوادونو لکه مکسیکو او ترکیه کې ۲.۹ ده. مګر په درېیمه نړۍ کې د ماشومانو د زېږون کچه له ۶.۶ ماشومانو څخه پنځو ماشومانو ته راټيټه شوې او کېدای شي په ۲۰۵۰ کال درې ماشومانو ته دا کچه راټيټه شي. په بې وزله هېوادونو لکه بنګلدیش او بولویا کې هم د ماشومانو د زېږولو کچه راټيټه شوې ده مګر دا به د دې پېړۍ لوی کار وي چې ۲.۱ ته یې ورسوي. همدارنګه په دې کې هېڅ شک نشته چې د نړۍ په کچه د ماشومانو د زېږېدنې کچه راټيټه شوې ده. د نړۍ په کچه د زېږون د کچې راټيټېدل هغه لوړ او ټيټ ارقام دي چې په وروستیو لسیزو کې د وګړو د شمېر په اړه ورکړل شوي دي. پرمختللې نړۍ د ماشومانو د زېږولو کمول کومه نوې خبره نه ده په استثنا د هغه حالت چې تر جګړې وروسته خورا زیات ماشومان زېږول کېږي، مګر په نورو حالتونو کې په پرلپسې توګه تر یوې پېړۍ زیات د ماشومانو زېږدل کم شوي دي. همدارنګه د ماشومانو د زېږولو کچه مخ پر وده هېوادونو کې هم کمه شوې ده د بېلګې په توګه په ایران کې د ماشومانو زېږول خورا کم شوي دي، د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ په تېرو ۲۵ کلونو کې په ایران کې د ماشومانو د زېږولو کچه له ۶.۶ څخه ۲.۱ ته راټيټه شوې ده.
مګر که د هر ملت او هر هېواد نفوس زیاتېږي، له امله یې ټول ژوند اغېزمن کېږي. همدارنګه لږ نفوس هر څه اغېزمنوي. د یوه ملت نفوس دا اغېزمنوي چې خلک څنګه ژوند وکړي او همدارنګه دا چې د دې ملت د خلکو کردار او سلوک به څنګه وي. همدارنګه امریکا د سپین پوستو د نفوس زیاتوالی یا د رشد کچه ۱.۹ ده چې دا د دې معنا لري چې د دوی نفوس د کمېدو په لوري روان دی او د دې پر خلاف د امریکايي هسپانویانو او تور پوستو نفوس زیاتېږي او د سپین پوستو ځای نیسي او دا د دې معنا لري چې که امریکا خپل نفوس همداسې وساتي، نو په اوږدمهاله توګه به د سپین پوستو نفوس اقلیت شي. همدارنګه اورپا به تر ۲۰۵۰ کال پورې خپل ۶۵ میلیونه نفوس کم کړي او امریکا به ۱۰۰ میلیونه نفوس کم کړي. له دې سره سره د زیاتوالي دغه تشه به د نسل یوه لویه تشه وي. د روانې پېړۍ په نیمایي کې به د جاپانیانو او د اورپایي هېوادونو د وګړو منځنی ژوند تر ۵۰ کلونو زیات وي، په داسې حال کې چې د امریکایي وګړو ژوند به ۴۱ کاله وي. که حالت همداسې دوام وکړي، نو د وګړو شمېر په پرمختللو هېوادونو کې خورا زیات کمېږي. تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ اکثریت پرمختللي هېوادونه لکه روسیه، جاپان، المان، برتیانیه، ايټالیه او فرانسه به د لسو هېوادونو په سر کې وي چې زیات نفوس به لري، مګر یوازې امریکا به په دې لېست کې نه وي، یعنې لږ نفوس به لري.
په داسې حال کې چې د وګړو د شمېر کچه د نړۍ په کچه راټيټېږي، د اسلامي خاورو په هېوادونو کې هم د ماشومانو د زېږدنې کچه راټيټه شوې ده مګر د نورې نړۍ په پرتله د ۲۱مې پېړۍ تر پایه له اندونیزیا تر مراکشه د مسلمان وګړو نفوس زیاتېږي. د نورو ټولو مذهبونو پرتله مسلمانان زیات ماشومان زېږوي، هره مسلمانه مېرمن په منځنۍ کچه ۳.۱ ماشومان زېږوي په داسې حال کې چې عیسوي مذهبه ټولنې ۲.۷ ماشومان زېږوي او نور ټول غیر مسلمانان ۲.۳ ماشومان زېږوي. نو پر دې بنسټ په ټولو سیمو کې د مسلمانان زیات نفوس لري او له غیر مسلمانانو څخه زیاتېږي.
همدارنګه د مسلمانانو د وګړو د زیاتوالي بله ښېګڼه دا ده چې د نورو ټولو ادیانو په نسبت د مسلمانانو نفوس ځوان دی یعنې د دوی زیات نفوس ۲۳ کلن دی، په داسې حال کې چې د نورو ادیانو ځوان نفوس ۳۰ کلن دی. د مسلمانانو دومره لویه برخه به ډېره ژر د ژوند کولو په هغه برخه کې وي چې نور خلک ماشومان زېږوي او د مسلمانانو د زیاتېدو فکتور دواړه د مسلمانانو د رشد او زیاتوالی زیات کړي.
د نفوسو د زیاتوالي تر انفجار وروسته د ماشومانو د زېږولو اندازه کمه شوې ده او تر ۲۰۲۰ کال پورې نوره هم کمېږي. مګر د مسلمانو خاورو نفوس تر ۲۰۵۰ کال پورې په یوه جهت روان دی چې هغه مخته پورته یا د زیاتوالي جهت دی، که څه هم تمه دا ده زیاتوالی را کم شي. د دې معنا دا ده چې همداسې پرمختګ په ځینو اسلامي خاورو کې د ستونزو لامل هم ګرځي، ځکه کله چې نفوس زیاتېږي؛ هغوی پاکو اوبو، کورونو، پرمختللي ټرانسپورتي سیستم او کار ته اړتیا لري. همدارنګه د دندو په پیدا کولو کې سیالي په ځانګړې توګه د دولتي دندو پیدا کول او همدارنګه د کورونو جوړول او ټيټ کیفیت او د ملکي خدمتونو لپاره ناکافي سهولتونه هغه لاملونه دي چې له موجوده وضعیت څخه سخته ناخوښي څرګندوي. دغه ستونزه چې دغه د نفوسو فشارونه زیاتوي او د محلي دولتونو توانايي څو یې راکم کړي به د دې لامل شي چې د اسلامي خاورو راتلونکی مسیر وټاکي.
د وګړو د زیاتوالي ستونزه د کډوالۍ لامل هم شوی دی. اساسي ستونزه دا ده چې جاپان او اورپا زیاتره هېوادونه شدیدې کلتوري ستونزې لري څو کډوال سره یوځای کړي. اورپایان د اسلامي خاورو له کډوالو سره ځانګړې ستونزې لري. بله حل لاره چې د وګړو د کموالي ستونزه راکموي د تکنالوژۍ پرمختګ دی چې تولید زیات کړي او همدارنګه اټوماټيکو ښوونو ته وده ورکړي او یا هم روبوټونه جوړ کړي مګر د دغو مهمو پرمختګونو سره سره اوس هم دا خبره ډېره لرې ده چې د دې سیارې د نفوسو د شمېر د زیاتوالي ستونزه حل کړي.

لیکنه: عدنان خان

ژباړه: انجنیر احرار

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د فاتحینو تورې اوس د خپلو وروڼو په وینو سرې دي

غورچاڼ: د مسلمانانو له دې بې ساري ځواک څخه د مسلمانانو د ژغورلو او ساتلو …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *