//----------------------------------------------------------------------- fb instant afticles

د پانګوالۍ بل وژونکی فساد

د لینسټ(The Lancet) مشهور او معتبر روغتیايي ژورنال په ۱۹۵ هیوادونو کې د فاسدو او غیر روغتیايي خوړو د اغېز په اړه څېړنه کړې. د دې څېړنې پایله ښیې چې په کلنيزو مرګونو پېښو کې هر پنځم کس د فاسدو او غیر روغتیايي خوړو له امله ژوند له لاسه ورکړی. د رویټرز د راپور پر بنسټ تېر کال په ټوله کې تر یوولس میلیونو پورې کسان د فاسدو او غیرروغتیايي خوړو له امله مړه شوي دي.
د خوږې (بورې) او مالګې کارول په زیاته کچه له وخته مخکې ناروغیو او مرګونو لوی لامل ګڼل شوی او ترڅنګ یې بل لامل هغه خواړه دي چې د پلورنځیو په الماریو کې د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي او د دې په خاطر چې خوسا نه شي دې خوړو ته په زیاته کچه یو ډول مالګې، بېلابېلې خمیرې او کیمیاوي ساتونکي درمل ور اچول کېږي. همدا راز پروسس شوې غوښه هم د ډېرو مزمنو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ، سرطانونو، د شکرې او نورو لامل ګرځېدلې.
که څه هم خواړه د روغتیا په نیت خوړل کېږي او خوړونکی په دې نیت خواړه خوري تر څو د ورځنیو چارو لپاره کافي انرژي ولري او د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې یې وجود غښتلی پاتې شي، خو د پانګوالۍ په نظام کې د مطلق ګټې لاسته راوړلو فکر لکه د ژوند نورې چارې، دا برخه یې هم په ناوړه فساد ککړه کړې ده او له انسانانو څخه یې د روغتیا لوی نعمت اخستی دی. د پانګوالۍ په نظام کې تولیدونکی غواړي د خپل تولید څخه اعظمي ګټه تر لاسه کړي، د دې لپاره اړ کېږي چې د هر راز وژونکو طریقو څخه کار واخلي تر څو داسې خواړه تولید کړي چې ګټه یې پکې زیاته وي.
د خوړو دا فساد هم لکه د پانګوالۍ نور فسادونه تر هغو له منځه نه وړل کېږي چې ریښه یې پاتې وي او د دې فسادونو ریښه د پانګوالۍ په عقیده کې ده چې ګټه لاس ته راوړل یې بنسټیزه برخه ده. انسانانو ته هغه نظام نېکمرغي ورکولی شي چې د دوی خالق ورته جوړ کړی وي او دا نظام له اسلام پرته بل نه شي کېدای.

عبدالله لطفي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

فقر؛ پیامدی از ایدولوژی سرمایه‎داری!

نظام اقتصاد بازار یا نظام سرمایه داری توسط آدم اسمیت در کتاب “ثروت ملل” مطرح …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *