زده کړې د څه لپاره؟

په اسلام کې زده کړې د څه لپاره کیږي؟ د زده کړو د کمیت له لوړېدو سره ولې زموږ په شخصیتونو کې مثبت بدلون نه راځي؟

په اسلام کې زده کړې دوې اساسي موخې لري: لومړی؛ د اسلامي شخصیت جوړول دويم؛  تخصصي او مسلکي زده کړو ته لار هوارول.

لومړی- په اسلام کې زده کړې له خلکو اسلامي شخصیتونه جوړوي. په دې زده کړو کې هغه څه وړاندې شوي چې له یوه کس څخه واقعي مسلمان جوړ کړي. د اسلامي دولت په تعلیمي نظام کې د اسلام تاریخ، فقه، اسلامي احکام، اسلامي اخلاق او ټول هغه مسایل شامل دي چې د مسلمان د دنیا او اخرت د نېکمرغۍ لامل ګرځي او د اسلام په تعلیمي نظام کې دغه برخه ډېره غوښنه هم ده. که په یوه ټولنه کې اسلامي شخصیتونه وي، هغه ټولنه به له ډېرو بدمرغیو په امن کې وي. هغه وخت به هر سړی ځان مسوول ګڼي او که پولیس او محاکم هم نه وي، دوی به ارام ژوند ولري، ځکه اسلام پخپله د امنیت او سلامتۍ په مانا دی. له شک پرته چې په اسلام کې دغه جوهر شته، خو که موږ مسلمانان پرې پوه شو.

دويم-  تخصصي او مسلکي زده کړې د دې لپاره دي چې اسلامي امت له نړۍ وروسته پاتې نه شي. باید اسلامي امت هم په ټکنالوژي او عصري علومو کې له د نورې نړۍ په څېر مخکښ وي، ځکه عصري زده کړې د اوسنۍ نړۍ یوه جدي اړتیا ده.

موږ له زده کړو اساسي موخو ته ځکه نه یو رسېدلي او په ژوند کې مو یې بدلون نه دی راوستی، چې موږ خپله مبدا (اسلام) پرېښی. له کومه وخته چې اسلامي امت ته پانګوال نظام لار موندلې، ډېری مسلمانانو د خپلو کړنو انګېزې شتمني ګرځولې، په هر څه کې پانګه لټوي او غواړي د شتمنۍ له لارې ځان نېکمرغه کړي.

زموږ د ټولنې ډېرې وګړي ښوونځی او پوهنتون ولولي، ماسټري وکړي ان د دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي، خو په شخصیت کې یې هېڅ مثبت بدلون نه راځي، ځینې خو ان خپل پخواني ښه عادوتونه هم پکې له لاسه ورکړي، نور منفي عادوتونه خپل کړي؛ لکه: تکبر او ځانغوښتنه.

ډېری هغه کسان چې لوړې زده کړې یې کړي، تر هغو کسانو چې کمې زده کړې یې کړي، ډېر جنایتونه کوي، هغوی چې په لویو څوکیو ناست دي، لوی لوی فسادونه کوي او  ښایي ځينې مخلص کسان هم وي.

کله چې له طبابت څخه د یوه طبیب موخه پانګه وي، نو څه ډول به دغه طبیب د ناروغ درد دوا کړي؟ کله چې یو انجنير په خپل کار کې صادق نه وي، حلال او حرام پکې مراعات نه کړي، نو ایا د دې امکان شته چې هغه دې سم کار وکړي؟ په هېڅ وجه نه! تعلیمي نظام د یوې ټولنې د بنسټ مانا لري، کله چې بنسټ کوږ شي، پورته ټول دېوالونه کږیږي.

د افغانستان اوسنی تعلیمي نظام نه تکړه متخصصین فارغولی شي او نه هم اسلامي شخصیتونه. خو که اسلامي دولت حاکم شي، اسلامي شخصیت جوړولو او عصري زده کړو ته توجه کوي او په دې سره به په ټولنه کې بنسټیز بدلون راشي.

حبیب الله حبیب

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

فکري انحطاط د غرب د نرمې جګړې محصول

مسلمانان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او ټکنالوژيکي اړخونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *