زموږ په کړنو کې ولې اُخروي ديد ورک شوی؟

د انسان ژوند او مادي امکانات د دې لپاره دي چې خالق یې پرې و ازمایي، ترڅو خپل ځان او نورو ته یې اصلیت افشا شي. تر دې پروسې وروسته یو انسان له دوو حتمي پايلو سره چې جنت او دوزخ دي؛ مخ کېږي. د جنت امتيازات او د دوزخ مجازات د انسان له ايمان، اعمالو او عاداتو سره نېغه اړيکه لري او هر عمل یې ځان ته په اخرت کې مادي شکل اختیاروي. د بېلګې په توګه، خاین به د اخرت په ورځ په داسې بڼه حشر کېږي، چې تر شا یې د کړي خیانت په اندازه بیرغ راوتلی وي او د دې بیرغ په واسطه به پېژندل کېږي.

نن ورځ نږدې ټولو انسانانو په لږ او ډېر توپير سره پانګوال ارزښتونه منلي او يا په زور ور باندې تپل شوي. د دغې مفکورې له مخې انسانانو ته د کايناتو، ژوند او انسان په اړه يو ځانګړي ديد ورکول کېږي چې د اسلام له دید سره توپیر لري. د دې مفکورې فکري قاعده له ژوند څخه د دين پر بېلوالي ولاړه ده. اعمال یې د ګټې پر معيار تر سره کېږي او د ډېرو امکاناتو څښتن پکې سعادتمند انسان ګڼل کېږي.

دغه نظام د انساني فکر محصول دی، چې تر ګڼو پړاوونو وروسته اوس حاکمیت ته رسېدلی. د نړيوال ځواک په توګه د امریکا په را ټوکېدو سره دا نظام نړيوالو ته د يوې غورې نسخې په توګه  ور وپېژندل شو. د دغه نظام پر نيمګړتياوو لسګونه ټوکه کتابونه ليکل کېدای شي، دلته یې يوازې يوه اصل ته اشاره کېږي چې هغه د دنيا ژوند ته د اخرت په پرتله لومړیتوب ورکول دي.

د اسلام د ارشاداتو له مخې، د دنيا د لنډ ژوند، معاملاتو، زده کړو، ټولنيزو اړيکو، مادي امکاناتو او نورو ورځنیو چارو ته باید دومره ارزښت ورکول شي چې انسان ورباندې خپل خالق راضي کړي او په پايله کې جنت پرې تر لاسه کړي. که د یوه انسان د ژوند بنسټيزه موخه د الله سبحانه وتعالی رضا نه وي، نو انسان د دنيا په دغه لنډمهاله ژوند او امکاناتو تېر وځي او اخرت چې ابدي ژوند دی، هېروي.

له خپل ژوند څخه داسې استفاده کوي چې اخرت ته یې کومه ګټه نه رسېږي او ان اخرت یې پرې خرابېږي. په داسې حالت کې انسان ځان ته فرعي موخې ټاکي لکه، مجلل کور، لوکس موټر، سیاحت، د لوړو زده کړو سندونه، مقام، چوکۍ او نور…

د ژوند دغه تګلاره، چې هرڅه يې يوازې د مادي او دنيوي ګټو پر محور را څرخيږي، انسان په مطلق ډول په ماده پاله مخلوق بدلوي، چې خپل ټول ژوند يوازې د مځکي پر مخ د زياتو امکاناتو په را ټولولو او له هغه څخه په استفاده کولو کې لګوي. په پايله کې یې د ژوند اساسي موخه دنيا جوړونه ګرځي. انسان له خپل اساسي هدف (اخرت) جوړونې څخه را ګرځي او د ژوند په ټولو چارو کې يوازي معيار ورته ګټه ګرځي او بس!

د پانګوال نظام سيوری نن پر اسلامي نړۍ هم غوړېدلی؛ ځکه موږ هم لکه د نورې نړۍ خلک پرته له ځينو ځانګړو کړنو  په سياست، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې د اخرت پر ځای دنیوي ګټې ته ترجیح ورکوو. حال دا چې د اسلام د حاکمیت پر مهال د مسلمانانو  د اعمالو بنسټيز معيار د الله سبحانه و تعالی رضا او اخیرت جوړونه وه چې د یوه انسان د ژوند موخه باید همدا شی وي، نه نور لنډمهاله او فنا کېدونکي موخې.

عزت افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

فکري انحطاط د غرب د نرمې جګړې محصول

مسلمانان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او ټکنالوژيکي اړخونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *