فلسطین ته د امت ځواب

د تېرې یوې میاشتې را پدېخوا د اسلامي امت زړه (فلسطین) یو ځلې بیا د یهودو د ظالم او اشغالګر دولت لخوا تر سختو بریدونو لاندې نیول شوی دی. دغه برېدونه د فلسطین د غزې پر ښار باندې ترسره کېږي، چې له امله یې تر دې مهاله په لسګونو فلسطیني مسلمانان شهیدان او ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې یهودي دولت د مسلمانانو خاوره، فلسطین (غزه) او د امت مقدسات (مسجد القصی) تر برید لاندې نیسي. د تېرو ۷۰ کلونو راپدېخوا چې په یاده اسلامي خاوره کې یهودي دولت رامنځته شوی ورته پېښې پکې په کراتو باندې تکرار شوې، چې له امله یې تر اوسه پورې په زرګونو فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او په پراخه کچه د مسلمانانو خاوره د یهودي دولت تر ولکې لاندې راغلې ده.

تر دې مهاله د فلسطین د ستونزې د حل په موخه په نړیواله او سیمه ییزه کچه په لسګونه ډوله حللارې وړاندې شوې، چې هېڅ یوې یې هم د فلسطین د مسلمانانو کوم درد نه دی دوا کړی، د فلسطین د مسلمانانو په قضیه کې دغې وروستیو بدلونونو د ګډ درد او ویر ترڅنګ یو ځای د خوښۍ ګډ زیری له ځان سره درلود، چې هغه له افغانستان، پاکستان، بنګلدېش او کشمیر څخه نیولې بیا تر فلسطین، مصر، ترکیې، افریقا او اروپایي هېوادونو پورې په یو غږ د یادې ستونزې د واحد حل وړاندې کول وو. هو امت په دې پوه شوی دی چې د فلسطین ستونزه له نظامي حل پرته کومه بله حللاره نه لري. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امت دغه واحد دریځ ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د فلسطین مسلمانانو ته په ګوټه کوي چې دوی د یهودو پر وړاندې یوازې نه دي!

اې د فلسطین مسلمانانو! امت د فلسطین هر درد او ټپ پر خپل ځان ویني او محسوسوي او د دغه ګډ درد او ګډ خطر پر وړاندې غلی نه دی پاتې شوی، بلکې په یوه خوله یې د دغې ستونزې د هواري په موخه واحده حللاره وړاندې کړې ده.

اې د فلسطین خلکو! ځوانان چمتو دي، هر ډول امکانات شتون لري او د مسلمانانو لښکرې د یهودي دولت سره مخ کېدلو ته سخت انتظار باسي، خو هغه څه چې د دغه حرکت مخنیوی کوي، هغه د اسلامي نړۍ اوسني غلام حاکمان دي. امت ایمان لري چې د الله سبحانه وتعالی په رضأ سره به دغه چاره ترسره کېږي او دوی به په ګډه د فلسطین د ازادۍ بریا لمانځې. په همدې موخه د امت مخلص ځوانان شپه او ورځ د امت د وحدت لپاره کار او د الله سبحانه وتعالی په دربار کې دعأ کوي چې الله سبحانه وتعالی په خپل نصرت سره د اسلامي نړۍ دغه غلام حاکمان ورک او امت ته د واحد حاکم تر رهبرۍ لاندې یووالی ورکړي. انشأالله!

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

هغه پېړۍ چې د اسلام له حاکميت پرته تېره شوه

اسلامي امت د اسلامي دولت تر چتر لاندې د يوې سترې ټولنې په توګه څو …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *