فکري انحطاط د غرب د نرمې جګړې محصول

مسلمانان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او ټکنالوژيکي اړخونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نو له دې امله اسلامي امت له دې پلوه د نړۍ له وروسته پاته ملتونو  څخه ګڼل کیږي. دغه وروسته پاته والی بېلابېل لاملونه لري. يو يې هم د اسلامي امت د ځوان نسل فکري انحطاط دی چې د غرب د فکري جګړې محصول دی.

فکري جګړه یو له هغو جګړو څخه ده، چې هېوادونه، سازمانونه او اشخاص یې له نظامي بريد پرته مخ ته وړي. تر هغه وخته دوام کوي، چې مسلمانان بيا په ځانګړې توګه ځوان نسل د ديني مفاهيمو، فرهنګ، ارزښتونو او د ټولنیز ژوند د بڼې په بدلون سره خپل همفکره کړي؛ داسې چې د دوی د دښمنۍ او کرکې تېر تاریخ، فلسفه، او اوسني وحشتونه له پامه وغورځوي.

د فکري جګړې بنسټيزه موخه دا ده، چې د ځوان نسل له اذهانو څخه د سوچه اسلامي افکارو په ليري کولو سره يې پر خپل دين بې باوره او له هغو ارزښتونو څخه بې پروا کړي چې له اسلامي عقيدې څخه يې سرچینه اخيستې وي. په بدل کې يې داسې مسير ته برابر کړي، چې له فحشا، لهو لعب، ذلت، او تباهۍ پرته بله پايله ونه لري.

پراخ سيستماتيکې پروژې، فرهنګي، مدني او پرمختيايي بنسټونه، ټولنيزې چاپي او الکترونکي رسنۍ او داسې نور د فکري جګړې هغه وسایل دي چې غرب د مسلمانانو د فکري تغير په موخه ورڅخه کار اخلي. دغه جګړه تر پوځي جګړې څو ځله ژوره او زيان اړونکې ده. ځکه د وسله والې جګړې پر وړاندې حساسيتونه ژر را پاريږي او يرغمل شوي وګړي د بهرني دوښمن پر وړاندې په يوه صف کې دريږي. خو له ځيرکو او ويښو کسانو پرته عام وګړي فکري جګړه نه شي درک کولای.

فکري جګړه تر نظامي جګړې زیات مهارت، ځیرکتیا او مؤثرو وسایلو ته اړتیا لري. که په نظامي جګړه کې بشري ځواک له منځه لاړ شي، تشه یې نور ځواکونه ډکولای شي. په نظامي جګړه کې سپکو او د درندو وسلو کارولو ته اړتيا ده، چې د مالي لګښتونو سربېره د بشري ځواک د ژوبلې او وژل کېدو  لوی زيانونه رامنځته کوي، خو په فکري جګړه کې بشري ځواک چنداني زيان نه ويني او نه هم د نظامي جګړې په څېر درانده لګښتونه لري. په فکري جګړه کې له سترو او ګران بيه وسایلو  څخه کار نه اخیستل کیږي. نو اړینه ده چې اشخاص، افکار او وسایل په منظم ډول وکارول شي.

همدا بسنه کوي چې په عصري، وسایلو او اشخاصو زیات تمرکز وشي؛ تر څو مقابل لوری د فکري انحراف مسير ته برابر شي. د غرب له لورې اوس مهال د ملتونو د تسخیرولو لپاره تر فکري جګړې مؤثره وسیله نشو موندلای. د یو امت په توګه موږ باید د دوست او دښمن واضح تعریف ولرو او د دښمن له لورې د فکري جګړې تر څنګ نورې دسیسې او پلانونه باید راته مالوم او پر وړاندې یې ودرېږو، کنه اوسنی وضعیت به لا نور زموږ په زیان تمام شي.

یونس حلیمي

 

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

تلخ‌کامی‌های هراتیان

امروزه در قرن بیست‌ویک شهر هرات گواه رویدادهای فجیع و دل‌خراشی‌ست که امنیت، رفاه و …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *