مسلمان بايد له حوادثو سره د مخ کېدو پر مهال څه وکړي؟

انسان د ټولنیز مخلوق په توګه له نورو انسانانو سره ګڼې اړیکې لري. له ځینو سره د نسب، له ځينو سره د ګاونډیتوب، له ځینو سره د ملګرتيا، له ځینو سره کاروباري، لنډه دا چې د ژوند په اوږدو کې ډېرې داسې اړیکې شته چې انسانان یې پالي او دا یې د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده.

بل لور ته د انساني ژوند مهم پړاو چې انسانان ترې خلاصون نه لري؛ له دې نړۍ څخه ابدي کوچ دی. د ژوند د لنډ سفر پر مهال زموږ د کورنۍ غړي او دوستان له دې نړۍ څخه سترګي پټوي او ابدیت ته لبیک وايي. یا هم له موږ سره د پورته یادو شویو اړیکو لرونکي کسان دا نړۍ پرېږدي. دا لړۍ خورا په چکټۍ روانه او نیټه یې هیڅ جوته نه ده. نه پوهيږو چې کله، چېرته او په کوم حالت کې له دې نه بدلېدونکې او حتمي پرېکړې سره مخ کېږو؟

اوس اړینه ده وپوهېږو چې؛ موږ باید د دا ډول حوادثو پر مهال کومې چارې ترسره کړو؟ کوم مکلفیتونه لرو؟ کوم عمل مو شرعی، کوم نه دی؟

زموږ د ټولنې وګړي له دې حساس پړاو سره ډېر بېباکانه، احساساتي او عاطفي چلند کوي چې بېلګې یې ژړا، جامې څيرل، په وچو احساساتو د غم ښکاره کول اور نور دي.  په داسې حال کې چې اسلامي شریعت له انسانانو څخه په دې برخه کې یو لړ فکري او عملي غوښتنې لري. د دې موضوع د عملي احکامو برخه تر ډېره ټولنې ته روښانه ده او په عادي توګه يې تر سره کوي. لکه: یو شخص ته د مرګ پر مهال د شهادت کلیمې تلقين، له مرګ وروسته پر سنت طریقه غسل او کفن ورکول، د جنازې لمونځ ورکول، د شریعت د غوښتنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې سره سم د مړي ښخول.

همدارنګه اسلامي شریعت مسلمانان له ځينو اعمالو بند کړي دي لکه: پر ځان جامې څيرل، د الله سبحانه وتعالی په قضا نه راضي کېدل، د فاتحې مراسمو ته په مکر او غم سره د ژړا کوونکو ښځو راوستل، له درو وروځو څخه زيات د غم د مراسمو غځول او… . اسلامي شريعت دې ته ورته اعمال حرام کړي چې باید پام ورته وشي.

د یادې موضوع  فکري برخه خورا اړینه ده. د یادو شویو عملي چارو تر څنګ باید د یو مومن شخص په توګه د غم او حوادثو په وخت کې د الله سبحانه وتعالی په قضا راضي اوسو او د دې حادثې خیر او شر خپله و نه ټاکو. بلکې د انسانانو او نورو مخلوقاتو خالق ته یې پرېږدو، ځکه هغه ښه پوهېږي چې د دې حادثې له امله موږ ته خیر رسېږي که شر؟ د دې تر څنګ حادثې ته له خپل ځان سره تړاو ورکړو چې دا موضوع تر ټولو اړینه ده.

کله چې مو د کورنۍ کوم غړی او شا وخوا ته کوم دوست مري باید فکر وکړو، ځکه مرګ یو نابللی مېلمه دی چې د راتګ نیټه یې هیڅ انسان ته نه ده معلومه. مړه شوي شخص ته هم له مرګه وړاندې کوم چا خبر نه و ورکړی، بلکې په ناڅاپي توګه یې له فاني نړۍ سترګې پټې او له دې نړۍ سره یې تړاو وشلېد.

په خواشینۍ سره موږ په داسې حالاتو کې یوازې د شخص پر بېلوالي د وچ او عاطفي غم اظهار کوو، له خپلو اعمالو، اخرت او اجل سره هیڅ تړاو نه ورکوو، فکر کوو چې موږ له دې لړۍ مستثنا یو! موږ ته مرګ یا نه راځي، که راځي هم ډیره موده وروسته به وي. پداسي حال کې چې موږ یو هم له مرګه نه یو مستثنا، حتما به یوه ورځ حق ته لبیک او ژوند ته وداع وایو.

وَ مَا تَدْرِیْ نَفْسٌ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْتُ ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ۠ (لقمان:34)

 او نه څوك په دې خبر دي چې په كومه ځمكه كې هغه ته مرګ راځي، يوازې الله په هر څه پوهېدونكى او با خبره دى.

شعيب هاشمي

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

ځمکه د استوګنې وړ سیارو له نوملړه وځي

نړۍ ته د بشر له راتګ راهیسي انسانانو د وسایلو او تکنالوژۍ له پلوه دومره …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *