هغه پېړۍ چې د اسلام له حاکميت پرته تېره شوه

اسلامي امت د اسلامي دولت تر چتر لاندې د يوې سترې ټولنې په توګه څو پېړې د خپلې عقيدې او ارزښتونو په سيوري کې ارام، سوکاله او پرمختللی ژوند وکړ، خو له بده مرغه ‎چې د څوارلسمې هجري پېړۍ په څلورمه لسيزه کې سل کاله وړاندې د هغه وخت جنایت کوونکي مصطفی کمال اتاترک د سيکولر پلويانو په ملتيا د اسلام د پلي کولو تر ټولو ستر بنسټ (اسلامي دولت) له منځه يووړ.
تېره پېړۍ د مسلمانانو لپاره يوه بد مرغه پېړۍ وه. په دې پېړۍ کې د مسلمانانو د ژوند سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړخونو يوازې په ځينو برخو کې اسلام عملي شو. د اسلامي امت د ژوند پر غوښنه برخه کمونيستي او سيکولریستي ارزښتونه حاکم وو.
دا پېړۍ د اسلامي امت د بربادۍ پېړۍ وه. په دې پېړۍ کې مسلمانانو د بې شپانه رمې بڼه غوره کړې وه. اسلامي خاورې، چې د اسلام بچيانو د خپلو سرونو په قربانۍ نيولي وې، په دغه سليزه کې یې له لاسه ورکړې. د مسلمانانو زرکلن لرغوني ښارونه له خاورو سره خاورې شول. په دې پېړۍ کې د اسلام ډېری احکام معطل پاتې شول. د قران د حاکميت ديد په قرائتي سیاليو او زده‌کړو پورې محدود شو. هغه مسلمانان چې په غيرې اسلامي خاورو کې يې د اقليتونو په ډول ژوند کاوه، د کافرو دولتونو له لوري د افراطي، تروريست او ترهګر په نومونو لومړی وځورول شول او بيا ووژل شول، شتمنۍ مو لوټ شوې، کورونه او عبادتځايونه يې را وسوځول، مالونه یې چور کړل، پر نواميسو مو مشرکو بودايانو او هندوانو خپلې وږې شهواني غريزې مړې کړې.
دا هغه پېړۍ وه چې اسلامي واحد امت پکې ټوټه ټوټه شو، اسلامي خاوره له وېشلو څخه وروسته د کفري نړۍ له خوا مستعمره او وګړي يې د استعماري پولو په زندانونو کې کلابند شول. د اسلام د بچيانو نړيوال فکر تر کوچنيو پولو پورې محدود شو. د اسلامي امت د ګډو ارزښتونه پيوندونه يو په بل پسې وشلېدل. په يوه ملت کې په بېلو نومونو ملتونه را وټوکېدل او بيا يې د يوې اسلامي خاورې مسلمانان د بلې دوښمنان کړل. اسلامي پراخه ورورولي يې تر نشنليستې، قومي او ژبنۍ ورورولۍ محدوده کړه. د اسلامي ارزښتونو پر ځای په مسلمانانو کې ملي، قومي، ژبني او سمتي ارزښتونه عام شول.
په دې نږدې وختونو کې د عراق، سوريې او افغانستان مسلمانان امريکايي ښکېلاک او خپلمنځي جګړو دومره ناتوانه کړي، چې د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه د خپلو او اولادونو پلورلو ته مجبور شوي. د مسلمانانو په تاریخ کې داسې يو حالت نه تر سترګو کېږي، چې يو مسلمان دې د خپل بدن د غړي د پلورلو فکر کړی وي، مګر د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې د يوه کلي سلو اوسېدونکو د خپل بدن پښتورګي په دې موخه پلورلي، چې د ځان او کورنۍ لومړنۍ اړتياوې پرې پوره کړي. د رسنیو رپوټونه وايي، په هرات کې یوازې یوه روغتون په تېرو پنځو کلونو کې له “زرو ډېر” د پښتورګو عملیات کړي دي.
د هند، ايغور، برما، چيچنيا، داغستان د اقليت مسلمانانو قضيې او همدارنګه د قدس، افغانستان، عراق، سوريې، ليبيا، يمن، کړکېچونه د اسلامي امت سترې غميزې دي چې هره ورځ پکې نوي، نوي ناورينونه زېږي. اسلامي امت بيا په ځانګړې توګه د هغو اسلامي خاورو مسلمانان، چې د امريکا، روس، چين، هند، برما تر مستقيم يرغل لاندې دي؛ د پرمختګ او ښه ژوند فکرونه یې هېر کړي، يوازې په دې هيله د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، چې ژوندي پاتې شي.
د مسلمانانو حاکمان پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رالېږل شوي شريعت بې باوره شوي. د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره يې د مسکو، لندن، واشنګټن، پاريس، برلين او نورو کفري هېوادونو په لمن کې ځانونه ور اچولي دي. دوی حقيقي رب، د هغه رسول او اسلام ته ياغيان شوي دي. لنډه دا چې تېره پېړۍ د مسلمانانو د بربادۍ پېړۍ وه، د ژوند په ټولو اړخونو کې اسلامي امت زيانمن شو، او لا نور هم د بربادۍ پر لور درومي.
د پورتنيو او دې ته ورته ټولو ستونزو بنسټيزه رېښه په يو اسلامي چوکاټ کې د دين نه حاکميت دي. د اسلام د حاکميت په مخ کې بيا تر ټولو لوی خنډونه پر اسلامي خاورو حاکم دولتونه دي، چې نه پرېږدي اسلام د مسلمانانو پر ژوند حاکم شي او په پايله کې مسلمانان د ژوند اساسي موخې (جنت) ته په اسانۍ لار پيدا کړي او ترڅنګ يې اسلامي امت د سوکاله، پرمختللي او خوښ ژوند څښتنان شي.
نو پر ټولو مسلمانانو بيا په ځانګړې توګه د افغانستان د ځورېدلي ولس پر ځوان کهول چې د حاکم ناوړه حالت د بدلون په موخه د ټولنې تر ټولو پياوړی ځواک ګڼل کېږي، لازمه ده چې د امت دا کړېدلي او نه زغمونکي حالت ته له عميق او مستنير فکر سره لېچي را ونغاړي، لومړی د اسلام د دين د نه حاکميت د عواملو ريښې په ګوته او وروسته يې له بېخه وباسي، پر ځای يې داسې يو اسلامي دولت رامنځته کړي، چې اساس يې قران، سنت او د صحابه وو اجماع وي.
تاسو د الله د دين مرسته وکړئ، الله سبحانه وتعالی به له تاسو سره مرسته وکړي.
‏﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن تَنصُرُواْ ٱللَّهَ يَنصُركُم وَيُثَبِّت أَقدَامَكُمۡ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَتَعسٗا لَّهُم وَأَضَلَّ أَعمَٰلَهُمۡ ‏ذَٰلِكَ بِأَنَّهُم كَرِهُواْ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأَحبَطَ أَعمَٰلَهُمۡ ‏أَفَلَم يَسِيرُواْ فِي ٱلأَرضِ فَيَنظُرُواْ كَيفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبلِهِم دَمَّرَ ٱللَّهُ عَلَيهِم وَلِلكَٰفِرِينَ أَمثَٰلُهَاۡ ‏ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ مَولَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَأَنَّ ٱلكَٰفِرِينَ لَا مَولَىٰ لَهُم﴾[محمد:۷-۱۱] ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د الله تعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ټینګ کړي. هغه کسان پاتې شول، چې کافران شوي، د هغوی لپاره هلاکت دی او الله تعالی د هغوی عملونه ضایع کړي؛ ځکه هغوی د الله تعالی قران بد وګاڼه، نو له همدې امله الله تعالی د هغوی اعمال بې ګټې کړل. ایا دوی پر ځمکه نه ګرځېدل او د هغو کسانو عاقبت یې نه دی لیدلی، چې پخوا الله سبحانه وتعالی تباه کړل؟ د دوی لپاره هم همداسې تباهي ښه ده. د مومنانو ملاتړی او مرسته کوونکی الله سبحانه وتعالی دی، خو د کافرانو ملاتړی او مرستندوی نشته.
مدثر خپلواک

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

جمهوریت آلودگی ها و امراض

بربنیاد یافته های یک تحقیق انجام شده توسط وزارت صحت عامه کشور، که در ماه …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *