هغه ډال چې امت ترې بې برخې دی

خلافت، اسلامي دولت او اسلامي نظام د اسلام د دولتدارۍ د نظام نومونه دي. اسلامي دولت لومړی ځل په مدينه منوره کي رسول صلی الله علیه وسلم تاسيس کړ او همدې بنسټ شاوخوا ۱۳۰۰ کاله پر نړۍ حاکمیت وکړ. دغه نظام په (۱۹۲۴ ز) کې د کمال اتاترک لخوا په ترکيه کي ونړول شو.

اسلامي دولت په خپله زرينه دوره کي د امن او نظم داسي مثالونه لري، چې د پرون کمونيزم او د نن پانګوالۍ په خوب هم نه دي ليدلي. داسې، چې د کفارو له سيمو څخه به د مسلمانانو په حدودو کې خلکو د امن په خاطر ژوند کاوه.

د مسلمانانو لپاره اوس هم د امن ژوند يوازې تر داسې چتر لاندې ممکن دی چې حاکمیت پکښي د قران او نبوي سنتو په ړنا کې مخ ته یووړل شي. کله چې خلافت حاکم و، نو د مسلمانانو ژوند له هره اړخه خوندي و. د اقتصاد، ټولنیز ژوند، سياست، داخلي او باندنیو چارو په برخه کې مسلمانانو د اوسني دور په څېر په سلګونو ناخوالې نه لرلې.

اوس پوښتنه دا ده چې ډېری مسلمانان ولې هغسې چې ښایي خلافت نه پېژني؟ دې ته یو جامع ځواب دا کېدای شي چې زموږ په اسلامي معارف کي د خلافت اړوند روښانه څه نه شته. دا ځکه کله چې اسلامي علماوو د اسلامي معارف مشهور کتابونه لیکل، هغه وخت کې اسلامي دولت شتون درلود او دې علماوو حتی داسې فکر هم نه کاوه چې یو وخت به امت له دې ستر ارزښت څخه بې برخې وي. هغه وخت علماوو د اسلامي دولت له منځه تلل غير واقعي او ناشوني بلل. همدا لامل دی چې موږ د اسلامي دولت څخه په ذهن کې داسې انځور نه لرو چې د اسلامي معارف څخه را کړل شوی وي.

بل لور ته لوېدیځ د خپلو شومو پلانونو په مټ خلافت مسلمانانو او نړۍ ته د غلط ور پېژندلو په موخه ځينو ډلو ته لار هواره کړه او هغوی داسې کارونه وکړل، چې د خلافت نوم پرې بد کړي او په خلکو کي وحشت خپور کړي. له دې څخه د دوی موخه دا ده چې که بيا د خلافت نوم يادېږي، نو خلک به فکر کوي، چې دا هماغه د خاصې ډلې خلافت يادوي يا کومه بله دې ته ورته وحشتناکه ډله ده چې تر دې نامه لاندې به ظلمونه کوي.

د خلافت په نامه د دې ټولو شومو پلانونو او وحشتونو سربیره بیا هم امت خپل اصل نه دی هېر کړی او لا هم هیله لري چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د احادیثو او الله سبحانه تعالی د وعدې سره سم به مسلمانان بیا له دې ستر نعمت څخه برخمن کېږي او دوی به خپل د لاسه ورکړی برم بیا مومي.

سید احمد افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *