هندو ستړی، خدای نا راضه!

اسلامي خاورو ته د ملتپالنې په راتګ سره د اسلام ځینو حکمونو ته هم وطني رنګ ورکړل شو، نن ورځ زموږ د ژوند ډېری اړخونه په غیر شعوري ډول له داسې مفکورو څخه اغېزمن دي، چې په اسلام کې کوم اساس نه لري او یا هم په اصل کې له  اسلام سره په ټکر کې دي.

اسلامي خاوره په لسګونو ټوټو ووېشل شوه، د هرې ټوټې وګړي د بلې خاورې مسلمانان له ځان څخه پردي ګڼي. هغه سیاستوال چې د مسلمانانو د چارو واګې په لاس کې لري، د خلکو د احساساتو د را جلبولو لپاره د بېلابېلو شعارونه په زمزمه کولو سره  په دې لټه کې دي، چې شخصي ګټې خوندي او د اوږدمهال لپاره پر خپل موقف پاتې شي.

په افغانستان کې هم د نورو اسلامي خاورو د سياستوالو په څېر ډېری يې د قدرت او شخصي ګټو د لاسته راوړلو په موخه د قوم، مذهب، سمت، ژبې، ملتپالنې او نورو لارو چارو پر مټ د خلکو له احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. سیاستوال ځوانانو ته دا انګېزه ورکوي، چې د خاورې دفاع، قرباني او په دې لار کی مړینه د شهادت مقام لري. دوی د ولس ځوانان د خپلو ناوړه ګټو قرباني کوي. دغه چلبازه سياست مداران دغه ډول شهادت د خپل ځان او اولادونو لپاره نه غواړي.

شهادت هغه دروند، نازولی او لوړ مقام دی چې په نصوصو کې ځانګړې یادونه ترسې شوې او د دغه مقام لاسته راوړونکي په ځانګړي ډول ستایل شوي. په اوس وخت کې د نورو اسلامي ارزښتونو تر څنګ  دې ارزښت ته هم نا اشنا تعریفونه جوړ شوي او ان داسې چا ته هم شهید ویل کېږي چې د قومي، وطني، ډیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، خو په اسلامی شریعت کی شهید او شهادت  ځانګړي حکمونه، معنی او مفهوم لري.

داسې چا ته چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول شهید نه وي ویلي، هغه کس د دې ستر مقام له امتيازاتو څخه نه شي برخمن کېدای. نن ورځ د شهید او شهادت سپېڅلي کلمې د غير شرعي موخو لپاره کارول کېږي. موږ بايد د سياسيونو په خوږو شعارونو ونه غولېږو او نه هم دومره سطحي شو چې ژوند او ځواني مو په يو څو احساساتي شعارونو د اسلام ضد ارزښتونو د تطبيق لپاره قرباني شي.

پر داسې مهال سړي ته د پښتو هغه متل ور ياد شي، چې وايی«هندو ستړی، خدای ناراضه!» پس اړينه ده چې ځوانان مو خپله ټوله انرژي د اسلام د دين د حاکميت او ارزښتونو د ساتنې په موخه وکاروي. نه د سيکولريزم او پانګوالي ډيموکراسۍ د حاکميت لپاره.

نعمان خان

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

فکري انحطاط د غرب د نرمې جګړې محصول

مسلمانان په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او ټکنالوژيکي اړخونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *