ولي ژوندي یو؟ ژوند د څه لپاره؟ د ژوند اساسي موخه څه ده؟

دوهمه برخه

په تېره برخه کې مو پر دې بحث وکړ چې انسانان د ژوندانه د هدف په اړه مختلفو او متفاوتو پايلو ته رسېدلي. تېره برخه مو پر دې پوښتنې پای ته ورسوله چې د ژوند د اساسي هدف په اړه انسانان ولې دغو ناسمو او مختلفو پايلو ته رسېدلي او د ژوند اساسي هدف څنګه پېژندلای شو؟

د ژوند د هدف په اړه انسانان ولې مختلفو او ناسمو پايلو ته رسېدلي؟ دا ځکه؛ کوم خلک چې د ژوندانه د هدف په اړه متفاوتو او ناسمو پايلو ته رسېدلي، دوی د خپل عقل په مټ هڅه کړې چې د ژوندانه هدف ځان ته معلوم کړي. مګر انسان هيڅکله نه شي کولای چې د خپل عقل په مټ ځان ته د ژوندانه د هدف فلسفه روښانه کړي. د انسان عقل له دې چارې په پوره ډول عاجز دی او نه شي کولی چې د خپل عقل په واسطه د ژوند د اساسي هدف راز معلوم کړي. که انسان په فکري لحاظ نابغه هم وي او خپل ټول ژوند دې ته وقف کړي چې د ژوند هدف مې څه دی؟ سم ځواب يې نه شي موندلای.

نو د ژوند د اساسي هدف د پېژندلو لار څه ده؟ دغه پوښتنه «د ژوند اساسي هدف څه دی؟» د انسان لپاره لومړۍ پوښتنه نه ده. بلکې تر دې مخکې يوه بله اساسي پوښتنه ده چې که سهي ورته حل شي، نو د ژوند د هدف پوښتنه يې پرته له تفکر څخه حل کيږي. دغه پوښتنه عبارت ده له: «انسان ژوند او کاينات څه شی دي او چا پیدا کړي دي؟» دا پوښتنه د دې وړ ده چې انسان يې د خپل عقل په مټ سهي ځواب ومومي او هغه اساسي پوښتنه ده چې که چېرې انسان د دغې پوښتنې سهي ځواب ومومي، نو «انسان ولې او د څه لپاره پيدا شوی دی؟» پوښتنه ورته پخپله ځوابيږي. په دې ډول چې، که انسان د لومړۍ پوښتنې سهي ځواب پيدا کړي او سهي پايلې ته ورسيږي، نو حتما دې پايلې ته رسيږي چې انسان، ژوند او کاينات الله سبحانه و تعالی پيدا کړي دي، نو بيا يې دې ته پام کيږي چې، کله چې زه الله سبحانه و تعالی پيدا کړی يم، نو بايد هغه ذات راته د ژوند هدف هم روښانه  کړي، تر څو وپوهيږم الله سبحانه و تعالی راڅخه څه غواړي؟ په اصل کې خالق د مخلوق لپاره هدف ټاکي، چې باید څه تر سره کړي؟ څنګه او د څه لپاره ژوند تر سره کړي؟ الله سبحانه و تعالی د انسان خالق دی او هغه ښه پوهیږي چې د انسان لپاره د ژوند هدف څه دی. لنډه دا چې انسان يواځې او يواځې د ژوند هدف د وحی په واسطه درک کولای شي او الله سبحانه و تعالی په ډېر روښانه ډول په قران کريم کې انسان ته د هغه د ژوند هدف ورښودلی.

نو دغه هدف څه شی دی؟ د دې لړۍ په راتلونکې برخه کې به يې ولولئ!

بريالی کاکړ

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

انسانیت رښتیا هم ستر مذهب دی؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان دا جمله تکراروي چې (انسانیت ستر مذهب دی). …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *