ولي ژوندي یو؟ ژوند د څه لپاره؟ د ژوند اساسي موخه څه ده؟

انسان يو مفکر مخلوق دی، په خپل چاپېريال کې له کوچنيو شيانو او پېښو نيولې تر لويو خبرو پورې د هر څه په اړه فکر کوي. خو کله کله د ځينو شيانو او موضوعاتو په اړه له انسان څخه د فکر کولو وړتيا اخيستل کيږي. له دغو عواملو څخه تر ټولو مهم يې حاکمه فضا او پر ټولنه تپل شوي باورنه وي چې انسان ټمبل کوي او داسې انګېرې چې ګوندې دا موضوع ثابته ده او په اړه يې فکر کولو ته اړتيا نه شته. دغه راز په کوچنيوالي کې د مور او پلار او ښوونکو لخوا د کوچنيانو د تربيې په وخت کې ځينې تلقينات هم د دې لامل کيږي چې په راتلونکي ژوند کې انسان د ځينو شيانو په اړه فکر نه کوي.
همدا لامل دی چې ډېری انسانان د ژوند له اساسي هدف څخه ناخبره د ژوند له کاروان سره ګام په ګام شپې ورځې تېروي او دې ته هيڅ پام نه کوي چې ولې ژوندی يم او د ژوند اساسي هدف مې څه دی؟ په داسې حال کې چې دا پوښتنه د انسان لپاره د ژوند تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې په دنيا کې د انسان د ژوند مسير او په اخرت کې د ژوند پايله ټاکي.
د بشر په تاريخ کې د ژوند د هدف په اړه مختلف نظرونه شتون لري. ځينې مفکرين دې پايلې ته رسېدلي چې د انسان د ژوند اساسي هدف سعادت او له دنيا څخه نهايي خوند اخيستل دي. ځینې نور بیا وايي چې د انسان د ژوند هدف عدالت او انسانانو ته مساوي حقوق او امتيازات ورکول دي. ځیني نور بیا وايي چې د ژوند هدف د نړۍ ابادول دي او دا ډول نور نظرونه.
دا ټول هدفونه نيمګړي او ناسم دي. د انسان عقل په هغه څه کې سمې پایلې ته نه شي رسېدلی چې د انسان د حواسو په واسطه د حس وړ نه وي. ځکه چې:
که انسان د خپل ژوندانه هدف سعادت ته رسېدل وټاکي او ټول ژوند د غوره امکاناتو لاس ته راوړلو لپاره مصرف کړي. له يوه پلوه دا چاره ناشونې ده، ځکه انسان ټول هغه څه لاس ته نه شي راوړلای چې غواړي يې، خو که فرض کړو يو شمېر انسانان وتوانيږي چې د ژوند تر ټولو غوره امکانات لاس ته راوړي، نو ايا د ژوند هدف يې لاسته راوړی؟ هيڅکله نه. مونږ وينو چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر ناروغه او نا ارامه انسانان هغه دي چې ډېره شتمني او مادي امکانات لري. نو بیا خو د ژوند ټول کوښښونه او زحمتونه عبث شول! نو دا څنګه هدف او څه ډول بريا ده؟!
دغه راز که انسان عدالت د خپل ژوند هدف وټاکي او په نړۍ کې د عدالت د رامنځته کېدلو لپاره هلې ځلې کوي، دا کار په بشپړ ډول ناشونی دی، چې له امله به يې انسان د تل لپاره په فکرونو، مايوسيو او ناهيليو کې ډوب وي، نه به یې ځان او نه به یې نورو ته کار کړی وي.
دغه راز که انسان د نړۍ ابادي د ژوند هدف وټاکي، نو د نړۍ ابادي خو يو ځانګړی تعريف او ټاکلی معيار نه لري، څو پېړۍ وړاندې ابادي د نن ورځې او د نن ورځې ابادي د راتلونکو پېړيو له اباديو سره ستر توپېر لري. کله چې ابادي ځانګړی تعريف او ټاکلی معيار نه لري، نو ايا د ژوند هدف يو ناڅرګند شی دی او انسان بايد خپل ټول ژوند د يو مجهول هدف لپاره قرباني کړي؟
دا چې د ژوند د اساسي هدف په اړه انسانان ولې دغو ناسمو او مختلفو پايلو ته رسېدلي او د ژوند اساسي هدف څنګه پېژندلای شو؟ ځواب به يې د دې لړۍ په راتلونکې ليکنه کې ولولئ!


بريالی کاکړ

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د استعمار تر سیوري لاندې خپلواکي

د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې د عثماني خلافت له کمزوره کېدلو سره سم ځواکمنو …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *