//----------------------------------------------------------------------- fb instant afticles

په ژوند کې دا ټولې منډې ترړې د څه لپاره؟

 ایا ژوند یوازې د دې لپاره کوو چې د خپل راتلونکي ژوند لپاره مادي امکانات ډېر کړو؟ ایا زده کړې، د زده کړو لپاره بهرني سفرونه، سختۍ په ګڼو برخو کې ماسټرۍ او دوکتوراوې تر لاسه کول یوازې د دې لپاره دي چې د ژوند د ارامولو لپاره ښې دندې پیدا کړو؟ ایا موږ ټول ژوند دې ته وقفوو چې زیات امکانات تر لاسه کړو او هره نفسي غوښتنه مو پوره کړو او ایا لوړې موخې مو همدا دي؟ ایا موږ د خپلو عجیبو او غریبو غوښتنو بندګان نه یو او همدا غوښتنې مو ژوند هرې خواته نه څرخوي؟ سهار دندې ته لاړشه او ماښام بېرته کور ته راشه او ويده شه او سبا بیا دندې ته تلل، ژوند خسته کوونکی نه دی؟!

زموږ او ستاسو زیاترو ژوند همداسې تېرېږي او له بده مرغه چې سره له دومره هڅو او منډو ترړو بیا هم دایمي او لږ تر لږه د زیات مهال لپاره خوشالي نه لرو؛ د یوې لویې دندې او په بدل کې یې د لوړو امتیازاتو له امله لنډمهاله یوه یا د ګوتو په شمار میاشتو په اندازه خوشالېږو، مګر وروسته هم له دندې خسته وو او هم مو امتیازات په نظر هېڅ راځي. همدارنګه که هر څومره لوړه تحصیلي درجه ترلاسه کوو، خوشالي یې ډېره لنډمهالې وي او د دې لپاره چې ومنئ چې رښتیا هم همداسې ده، یو ځل خپل تېر ژوند ته ژور فکر وکړئ؛ کله چې پوهنتون ته د خپلې خوښې او هغې څانګې ته بریالي شوی چې له کلونو کلونو مو ورته شېبې شمارلې، څو ورځې مو د خوشالۍ احساس کاوه او ایا دا احساس مو د لومړي سمستر تر پایه درلود؟ یا کله مو چې لومړۍ دنده له لوړ معاش سره تر لاسه کړله، څو ورځې مو د خوشالۍ احساس کاوه؟ او کله درته خسته کوونکې شوه؟

نو دا ټول بریالیتوبونه او لاس ته راوړنې انسانانو ته یوازې لنډمهاله او فنا کېدونکې خوشالۍ ورکوي او زیاتره وخت د لویو او کوچنیو ستونزو او کړاوونو سره دا ټولې خوشالۍ تښتي. نو چې د لنډمهاله او ژر فنا کېدونکو خوشالیو پسې دومره لالهانده او ستړي یو او په ځان دومره سختۍ راولو او په دې مسیر کې ټولې ستونزې ګالو، نو بیا باید په دایمي خوشالۍ پسې وګرځو او د دې خوشالۍ لپاره هلې ځلې او منډې ترړي څو برابره کړو. دا اوږدمهاله او ابدي خوشالي د الله سبحانه و تعالی رضایت دی؛ یعنې ټول ژوند د الله سبحانه و تعالی د رضایت پر محور راوڅرخوو او خپله خوښي پر همدې رضایت کې وپلټو، ځکه د الله سبحانه و تعالی په رضایت کې مو جنت چې د ټولو نعمتونو، سوکالیو او ارامیو نوم دی راکول کېږي او له هغو کړاوونو او ستونزو او ناوړه حالت څخه مو ژغوري چې حتا په دنیا کې یې یې د یوې شېبې لپاره هم نشو زغملی. د الله سبحانه و تعالی رضایت د ناب او سوچه اسلام په درک کولو او د الله او د هغه د رسول په نازل شوي شریعت باندې داسې باور درلودل دي چې زړه ته سکون او ارامي ورکوي؛ د الله د نازل شوي شریعت لپاره خپله سینه پرانیزو او ښه راغلاست ورته ووایو، له حرامو یې ځانونه وساتو او اوامر یې د زړه له کومي او پوره اخلاص سره سرته ورسوو.

لیکنه: انجنیر احرار

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

د فاتحینو تورې اوس د خپلو وروڼو په وینو سرې دي

غورچاڼ: د مسلمانانو له دې بې ساري ځواک څخه د مسلمانانو د ژغورلو او ساتلو …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *