ځمکه د استوګنې وړ سیارو له نوملړه وځي

نړۍ ته د بشر له راتګ راهیسي انسانانو د وسایلو او تکنالوژۍ له پلوه دومره پرمختګ نه و کړی لکه اوس. که څه هم په بشري تاریخ کې د ځینو پرمختللو تمدونونو بېلګې شته، خو د هغو تمدونونو پرمختګ له اوسني تمدن سره توپیر لري. په هغو تمدونو کې ودانیز او علمي پرمختګونه ډېر وو چې بېلګې او اثار یې تر ننه پاتې دي. اوسني تمدن تر ډېره انسانانو ته د وسایلو او اسانتیاوو پر برابرولو او ډېرولو تمرکز کړی او د ژوند په ډېرو برخو کې یې اسانتياوې را منځته کړي دي.

اوسنیو انسانانو ډېر لوی او واړه وسايل د ځان لپاره مسخر کړي دي، تر داسې بريده چې د ژوندانه ډېري چاري یې د برېښنایي او کمپیوټري وسایلو په مټ تر سره کېږي. بشر اوس کولای شي چې ګڼې چارې له لیري څخه پر لیکه (انلاین) ترسره کړي. ګڼې سختې او پېچلې چارې د وسایلو په مټ اوس شوني دي، خو په ورته وخت کې د دې نویو پرمختګونو له امله د ځمکې پر مخ انساني ژوند د نویو ګواښونو سره مخ شوی دی.

د دې ګواښونو په سر کې د هوا ککړتیا او د ځمکې د کرې تودېدل دي. دا ګواښونه ځمکه د ژوند وړ سیارو له نوملړه باسي او د لمریز نظام په دې کره کې ژوند ناشونی کوي. دا پرمختګ د دې لامل شوی چې د ځمکې ایکو سیسټم ګډوډ شي، د شین کوریزو ګازونو زیات تولید د دې لامل شوی چې د اوزون طبقه چې د لمر مضرې وړاندې بیرته ګرځوي تخریب شي او له امله یې مضرې ماورا بنفش وړانګې ځمکې ته راځي چې یو زیان یې د پوستکي سرطان دی.

د هوا ککړتیا تر ایډز او ملاریا ډېر کسان وژني او په ښارونو کې د سږو د سرطان لوی لامل د هوا ککړتیا ده. د ځمکې د کرې تودېدل د دې لامل شوی چې په ځینو سیمو کې دوامداره وچکالي رامنځته شي او ځینې سیمې بیا د ډېر اورښت له امله سیلابونه وځپي او د میلیونونو انسانانو ژوند ګډوډ شي. د دې پدیدې ګڼ ناوړه اړخونه شته چې د ټولو یادونه د دې لیکنې تر حوصلې وځي.

د ځمکې د تودوخې له وجې یوازې انسانان نه بلکې د دې کرې نور موجوادت چې په دې چاره کې هیڅ ګرم نه دي، هم ډېر اغېزمن شوي دي. موسمي بدلونونو، اور لګېدنو، د سیندونو او سمندرونو ککړتیا او وچکالیو د میلیونونو حیوانانو ژوند له منځه وړی دی.

که څه هم دا پرمختګ د بشر یوه لاسته راوړنه او ښه چاره ده. ډېر ستونزمن کارونه یې اسانه کړي. انسانان یې هوسا کړي، خو هغه فکر چې د دې پرمختګ تر شا دی، د دې ناوروینو لامل شوی. کله چې د تولیدونکو یوازنۍ موخه د وسایلو له تولید څخه د بشر د هوساینې پر ځای، د دې وسایلو له درکه مادي ګټه لاس ته راوړل وګرځېدل، ستونزه له دغه ځایه را پیل شوه.

دې فکر چې په هر څه کې دې ګټې ته لومړیتوب ورکړل شي انسانان د نېکمرغۍ پر ځای له ګڼو کړاونو سره چې لوړ یې یادونه وشوه مخ کړل. د ګټې دا مفکوره د انسانانو تر ټولو ارزښتمن شی چې ژوند دی له پامه غورځوي. ځمکه په اوسنیو سرچینو سره د شپاړس میلیارډه انسانانو د مړولو او ځایولو وړتیا لري، خو د دې مفکورې حاکمیت د اوسنیو څه باندې اوه میلیارډه انسانانو ژوند نه دی تامین کړی. داسې برېښې چې اوس د انسانانو تر څنګ د ځمکې کره هم له دې مفکورې څخه چې پانګواله ایدیولوژي ده کړېږي.

پر ځمکه باید یو داسې ایدیولوژي حاکمه شي چې د انسانانو د ګټې پر ځای د هغوی اړتیاوې، تاوانونه، روغتیا، ټولنیز ژوند او نور اړخونه په نظر کې ونیسي او ژوند یې داسې تنظیم کړي چې د عمل پر مهال ځان او نور هېر نه کړي، ګټې او تاوانونه یې تر عمل وړاندې وسنجوي او بیا کړنه تر سره کړي.

د پورته او نورو ورته غوره ځانګړنو لرونکې ایدیولوژي له اسلام پرته بله نه شي کېدای. اسلام دی چې نه خپل ځان او نه هم نورو ته د ضرر رسول خوښوي. اسلام دی چې د یو عمل په تر سره کولو کې یوازې ګټې ته نه ګوري، بلکې ګڼ نور اړخونه یې هم ګوري او بیا د یوې کړنې اجازه ورکوي. اسلام دی چې انسانان له حرص څخه را ګرځوي او د سرچینو انحصار ته اجازه نه ورکوي. اسلام دی چې د امر او نهي له لارې یو څوک انسانانو ته د ضرر رسونکو چارو څخه را ګرځولای شي او کوم مصلحت ته غاړه نه ږدي.

د اسلامي ایدیولوژۍ له لارې دا چارې هغه وخت شوني دي چې اسلام د حاکمیت پوړ ته وخېژي او د یو حاکمې ایدیولوژۍ په توګه خپلې ښېګڼې بشریت ته وښیي.

عزت افغان

 

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

داسې قوم چې یوازې ژوندي پاتېدل غواړي!

په افغانستان کې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه د بي بي سي يوې …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *