ډيموکراسي؛ انساني کرامت ته ستر ګواښ

تېره مياشت د لوګر ولايت اړوند د ځينو ښوونځیو په اړه راپورونه خپاره شول چې زده کوونکي یې له جنسي ځورونې سره مخ دي. تر دې وړاندې (سيف د چلډرن) په نامه نړيوالې ادارې هم په مختلفو ولايتونو کې تر زرو  زياتو ماشومانو سره مرکې کړي وې او ورته راپور يې خپور کړی و.

دا ډول پېښې د موضوع د حساسيت له امله ډېر ځله پټې ساتل کېږي. زیانمن کسان د ځان لپاره شرم ګڼي چې ور سره شوی ظلم دې په ډاګه شي، خو دغه ډول پېښې يوازي هغه وخت رابرسېره کېږي چې تر زغم ووځي او يا هم د دخيلو کسانو تر منځ اختلافات را منځ ته شي.

هغه ارقام چې تر اوسه د يادې موضوع په اړه رسنيز شوي، د ټول افغانستان د حقيقي ارقامو يوازې څو سلنه تشکيلوي او يوه لويه برخه يې لا هم پټه پاتې ده. دا د موضوع يوازي هغه اړخ دی کوم چې د هلکانو او ښځينه وو په وړاندي په جبري ډول تر سره شوي دي، د موضوع بل اړخ چې د دواړو خواوو په خوښه تر سره کېږي تر دې څوچنده پراخ او د پام وړ دی.

د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ولې هغه اسلامي خاوره چې د اوسېدونکو تر ۹۹ سلنې زیات یې مسلمانان دي، تر داسې کچې په غير اسلامي کړنو کې ډوبه شي چې ریښې یې تر تعليمي مرکزونو، ادارو، فوټبال لوبډلو، ولسي جرګې او آن تر رياست جمهوري پوري ورسيږي؟

کله چې افغانستان ته ډیموکراسۍ لار ومونده په ډېر سرعت سره يې دغه او دې ته ورته غربي ارزښتونو تخم وشينده او وده يې ورکړه. دغه ارزښتونه د اسلامي ارزښتونو ځای ناستې شوه او په خورا ښه ډول ورته فضا جوړه شوه. د ډیموکراسۍ په راتګ سره جنسي اړيکو ته د تشويق دروازې پرانستل شوې چې پر بنسټ يې هم جنسي لوږه را منځته شوه او هم د جنسي ناسمو اړيکو ساحه پراخه شوه.

دا په داسي حال کې ده چې د ډیموکراسۍ دغه نسخي وار د مخه په ګڼو هيوادونو کې ستونزې زېږولي دي. هلته ان خبره د جنسې سیاحت او د دې کار لپاره د وړو ماشومانو تر قاچاقه رسېدلې ده، چې په ځينو هېوادونو کې بيخي دغه ډول کړنو ته قانوني جواز ورکړل شوی او د دولتونو د عاید سرچینې ترې خړوبېږي.

بشر نن ورځ د یو داسې ایډیولوژۍ په واسطه رهبري کېږي چې انسانان یې د حیواناتو غوندې د غریزو او خواهشاتو غلامان ګرځولي. د انسانانو د غرایزو اشباع ته یې داسې لارې پرانیستي چې د بشر کرامت یې له خاورې سره سم کړی. د انسانانو د اوسني جنسي وحشت له امله ماشومان او ښځې په هیڅ ځای کې نه دي خوندي او دې چارې د والدینو ذهني سکون له منځه وړی. دوی تل په دې وېره کې وي چې خدای مه کړه اولاد یې له کومې ناوړه پېښې سره مخ نه شي.

د دې ټولو بدمرغیو سرچینه همدا فاسده ډیموکراسي ده او تر هغو به ترې ځورېږو چې د الهی حکم مطابق داسې نظام ته ور وګرځو چې د انسانانو خالق را لېږلی او انسان ته خپل اصلي کرامت بیرته ورګرځوي.

عزت افغان

Print Friendly, PDF & Email

مردم نیز مشاهده کرده اند

چرا “سرمایه داری” اضطراب می آورد؟

روزی تصمیم گرفتم ساعتی بخرم، وقتی به اولین دکان وارد شدم، چشمم به انواع و …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *